(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په كوټه كې د امن ستره مشاعره جوړه شوه

[01.Jan.2009 - 14:25] 01.01.2009 ،کوټه: د ادبی غورځنګ کوټه لخوا په28.12.2008 نیټه د كوټی په ښار كې دامن په نوم يوه پرتمینه مشاعره جوړه شوه، چی د پښتونخوا او بلوچستان ايالتونو سر بیره د كابل ، زابل ، او كندهار ولايتونو ګڼ شمېر ليكوالانو، شاعرانو، پوهانو،ادیبانو،دولتي چارواكيو او سياسي مشرانو هم ګډون کړی ؤ. مشاعره د ماسپښين په درېو بجو د ښاغلی محمد صادق ژړک په کوربه توب او دسيد خير محمد عارف په مشرئ پيل شوه چی په پیل كې د ګډونوالو له خوا د هېواد په ټولو پښتني سيمو كې د سولې د ټينګښت په پيلامه د سولې د سمبول په توګه يو شمېر سپينې كوترې په هوا والوځول شوې . ګڼ شمیر ادیبانو خپلی مقالی او شعرونه واورول پدی لړ کی سيد خير محمد عارف وويل چې كه ددغه ډول مشاعرو لړۍ په نورو سيمو كې هم دوام پيدا كړي، نو لرې نه ده، چې افغاني او پښتنې مېندې به نور په خپلو وژل شويو او ټپي شويو اولادونو پسې اوښكې نه تويوي . سعيد زابلي په خپلو خبرو كې وويل چې ليكوالان او شاعران د قام سترګې بلل كېږي . شاعران هغه څوك دي ، چې تر نورو عامو وګړيو يو حس زيات لري او د راتلونكي په اړه ښه اټكل كولى شي . نن چې زموږ ليكوالانو په يو غږ د سولې چېغې اوچتې كړې، نو باور لرم ، چې په هېواد كې به يې ډېر ژر سوله راشي . د مشاعرې په پاى كې د مشاعرې ګډونوالو په يو پرېكړه ليك كې له نړيوالې ټولنې او په روانو جګړو كې له ښكېلو ډلو څخه په كلكه وغوښتل چې نور دي نو چې په هره توګه وي په نړۍ او په خاصه توګه د پښتنو په سيمو كې انسان وژنې او تپل شويو جګړو ته د پاى ټكى كښېږدي . غونډه د شپې په لس نيمو بجو پاى ته ورسېده. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته