(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونخواوروستي خبرونه

[30.Dec.2008 - 22:40] اسلام آباد تاند:باجوړ ايجنسې کښے حکومتي عملدارې بحالې او د امن و امان قائمولو لپاره د سيکورټي فورسز کاروايانې جاري دي د ايجنسې په زياتره برخو کښې د حکومت عملدارې بحالې ورستو د امن وامان وضع تر ډيره حده ښه شويده خو ولې د نامعلومه وسله والو لخوا تحصيل خار د ميزائل حملې جاري دي کوهى مور او مارم غونډئى نومې غريزې علاقې څخه په خار څلور ميزائل وويشتې شوې چې پکښے يو ميزائل د فجه او دويم د صديق اباد علاقو کښې پريوتل ولې د څه ځانې زيان اطلاع نه ده تر لاسه شوې سيکورټي فورسز وقفې وقفې سره د درنې توپخانې او مارټر ګنونو د لارې کوهى مور او مارم غونډئى په غرونو کښـے د وسله والو په ټهکانړو ګوله باري کړيده پوليټيکل ايجنټ شفير الله خان په خصوصي هداياتو د نامعلومه وسله والو په ضد حفاظتي انتظامات سخت کړې شويدي او د خار کاروباري مرکزونو سرکاري املاکو اونورو حساسو ځائيونو کښې په لوئے کچ باجوړ ليويز او ايف سي تعينات کړې شويده بلخوا مقامي انتظاميې د ايف سي ار لاندې د شکمن کسانو خلاف د ګرفتارو سلسله شوروکړيده او يو درځن څخه سيوا تنان نيولې شوي هم دي سيکورټي فورسز کاروائيانو نتيجه کښې د ايجنسې په زياتره برخو کښې حکومتي عملداري بحال شويده او خلق د معمول په کارونو کښې مصروف دي # --------------------------------------- اسلام آباد سوات کښې د سيکورټى فورسسز په چيک پوستونو حمله او تازه پېښو کښې درې تنان وژلې شويدي - يو پوليس اهلکار پشمول دوه تنه تښتولې شويدي او تحصيل خوازه خيله ، چارباغ او شکردره کښې په اوومه ورځ هم کرفيو نافذ ده سوات کښې حالات بدستور کړکيچن دي – تحصيل چارباغ کوټ سيمه کښې په ديره کئ باندې د سيکورټى فورسسز په چيک پوسټ باندې ډزو کښې يو سيکورټى اهلکار نائب صوبيدار طاهر جان وژلې شوېدے دغه شان مينګوره ښار کښې د عوامى نيشنل پارټۍ تحصيل کبل جنرل سيکتر او يوسى کانجو کونسلر ملک رياض احمد او تحصيل مټه وينئ کښې يو بل تن نامعلومه وسله والو په ډزو وژلې دې بلخوا خوازه خيله الم ګنج سيمه باندې سيکورټى فورسسز سرچ اپريشن شروع کړېدې چې پکښې څلور تنان ګرفتار کړې شويدي او يو کور ئې په بارودى موادو سره تباه کړو دې سره سره مينګورې ښار سره نزدې قمبر سيمه کښې نامعلومه تنانو د کرنل ثناء الله کور ته اور ورته کړو – تحصيل کبل کوزه بانډئ کښې د پى پى پى شيرپاؤ ډلې ضلعى صدر شيرشاه خان او حيدر شيرخان او تحصيل بريکوټ پارړتى سيمه کښې يو پوليس اهلکار اوتښتولې شو بلخوا فضاګټ چيک پوسټ نه تر خوازه خيله او شکردره سيمه کښې په اوومه ورځ هم مسلسل کرفيو نافذ ده # شيرعلي خان تاندخبريال اسلام آباد قبائلى سيمه دره ادم خيل سره لګيدونکى سيمو متنو او بډهـ بيره کښې د وران کارو په ضد په لوے کچ عمليات پيل کړې شويدي په عملياتو کښې ګنړشمير شکمن وسله وال سره د درنې وسلې نيولې شويدي د صوبه سرحد پوليسو مشر انسپکټر جنرل ملک نويد د هداياتو په رڼا کښې د محرم الحرام په مناسبت سره قبائلى سيمه دره ادم خيل سره لګيدونکى مضافاتى علاقو متنو بډهـ بيره او نورو خواوشا سيمو کښې د ورانکارو په ضد عمليات پيل کړې شويدي په دغه علاقو کښې اپريشن دپاره کرفيو هم لګولې شويدې د ورانکارو په ضد عملياتو نه فرنټير کور ايليټ فورس ، انټى ټيررسټ سکواډ او پوليس ځوانانو برخه اخستې ده د اپريشن په وخت دغه سيمو نه ګنړشمير شکمن وسله وال هم نيولې شويدي او د هغوى نه درنه وسله هم برامد کړې شوېده پوليس وينا ترمخه چې د عاشوره لس ورځو پورې به قبائلى علاقو سره لګيدونکې ټولو مضافاتى سيمو کښې به د ورانکارو په ضد عمليات روان وي بلخوا پېښور ښار ته تلونکى ټولې لارې په مکمل توګه سيل کړې شويدي # ------------------------------------------------------ د صوبې دننه او خصوصًا د محرم الحرام دوران د امن وامان لپاره د حکومت لخوا سفارش شوې پلان منظورى ورکړې شوه د کومې ترمخه چې به د پېښور ، هنګو ، کوهاټ او ډيره اسماعيل خان کښې د نن نه دفعه يو سل څلور څلويښت لګولې شوېده پېښور سيکريټريټ کښې د امن وامان قيام پحقله د چيف سيکتر رياض خور په مشرۍ کښې غونډه وشوه غونډه کښې د هوم سيکريټرى او ائى جى پى ملک نويد خان نه علاوه سى سى پى او صفوت غيور او نور اعلى چارواکو برخه واخسته د ذرائع ترمخه د صوبې دننه څلور ضلعې پېښور ، ډيره اسماعيل خان ، هنګو او کوهاټ کومې چې د وړاندې نه حساس ګرځولې شويدي پکښې د نن نه دفعه يو سل څلور څلويښت لګولې شوېدى او د پټو کيمرو د لارې به ذوالجناح جلوسونو نګرانۍ سره د هيلى کاپتر د لارې هم د دې څارنه کولې شى د صوبې دننه به افغان کډوال صرف د خپلو کيمپونو پورې ساتلې شى ، دپوليسو چهټيانې تر لسو ورځو پورې ختمې کړې شويدي او په اتمه ، نهمه او لسمه محرم الحرام به د پوليسو سره نيم پوځى دستې هم حساس ضلعو کښې ګشت کوى د ذرائعو ترمخه پېښور هنګو او ډيراسماعيل خان کښې د قبائلى علاقو نګرانۍ لپاره خصوصى دستې ځائے په ځائے کړې شويدي # ------------------------------------------ اسلام آباد د خيبر ايجنسې پوليټيکل ايجنټ طارق حيات وئيلې دي چې جمرود تحصيل کښې د جاري اپريشن دوران به ناټو لپاره دطورخم په لار د سامان سپلائى بنده وي پيښور کښې دميډيا نمائندګانو ته د بريفنګ ورکولو په وخت پوليټيکل ايجنټ طارق حيات خان وئيل چې جرائم پيشه او شرپسند عناصرو به جمرود او طورخم سړک نه خلق اغوا کول او ګاډي به ئې لوټل ځکه دا اپريشن شورو کړې شو دوي زياته کړه چې کاروائى د کوکى خيل او جنډاخيل قامونو خلاف کيږي او زياته ئې کړه چې جمرود کښې د شرخوښو شپږ ډلې کاروائي کوي طارق حيات خان وئيل چې تر څو پورې پاک افغان شاهراه محفوظه شوې نه وي د شرخوښو خلاف به اپريشن جاري وي هغه وئيل چې د اپريشن دوران سيکيورټي فورسز د اغوا کارو د قبضې نه يو تن هم بازياب کړېدے پوليټيکل ايجنټ زياته کړه چې د اپريشن دوران به افغانستان کښې د ناټو فورس لپاره د طور خم په لار سپلائى معطل وي # --------------------------- اسلام آباد جنوبى وزيرستان وانا کښې د طالبانو مشر مولوى نزير احمد وئيلې دي چې که پاکستان امريکې سره اتحاد ختم کړي او دوي نه برملا معافى اوغواړي نو هند نه به دپاکستان د دفاع ذمه وارى قبائل په غاړه واخلي ملانزير د وانا نه خپور کړې يو بيان کښې وئيلې دي چې دوي د هند د لورې پاکستان ته دهړکو باندې زيات فکر مند دے خو حيران دے چې په دې باندې څنګه د خپل رد عمل اظهار وکړي ،چې د پاکستان په خاوره ورسره د ممبې غوندې پيښې کيږي او د امريکې بے پائيلټه جاسوسى الوتکې ئې ميزائل بريدونو کښې وژني ده وئيل چې قبائيل به د داسې پاکستاني پوځ دفاع څنګه کوي چې لاسونه ئې د سلګونو بے ګناه قبائيلو په وينو سره دي مولوى نزير وئيل چې که د پاکستان حکومت او پوځ قبائلو نه په جار معافى اوغواړي او امريکې سره خپل اتحاد ختم کړ ي نو هند نه د پاکستان د دفاع ذمه وارى به قبائيل په خپله ذمه واخلي # - شيرعلي خان
بېرته شاته