(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مينه چاپ او په ليکه شوه

[25.Dec.2008 - 15:08] د پښتونخوا له زړۀ پېښور څخه په پښتو او اردو ژبو خپرېدونکې مينه مجلې اتمه او نهمه پرله پسې ګڼه چاپ او په ليکه شوه. مينه مجله چې مشر مدير يې انور شاهين خانخېل، د پښتو برخې مدير يې ايم اېس شيراز او د اردو برخې مدير يې سيد محمد عظيم سبزواري دے له يوې مودې راهسې د پښتو او اردو مينه والو لپاره ډول ډول نثري او نظمي ليکنې خپروي په دې ګڼه هم د قلم د خاوندانو يو لړ ليکنې خپرې شوي دي چې له ګرانو مينه والو په خاصه توګه د قلم له خاوندانو څخه غواړو چې د مجلې د لا زياتې ښکلا لپاره خپل د هر ډول وړانديزونه ، انتقادونه او خپلې ډول ډول نثري او نظمي ليکنې مونږ ته راوليږي چې مونږ يې په ډېرې مينې سره په مينه مجله کښې خپرې کړو. ستاسو ليکونو ته سترګې په لاره: د مينې مجلې اداره د تماس لپاره پته: دفتر مياشتنۍ (( مينه )) معرفت اهلبېت پښتو اکېډيمي حبيب مارکيټ شعبه بازار پېښور ښار (پښتونخوا) پښتو برېښناليک:[email protected] پښتو وېبپاڼه: http://meenapukhto.blogfa.com ټېلفون:7114546 ګرځنده:3459047584 - AHLEBAIT PUKHTO ACADEMY
بېرته شاته