(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپاکستان او هند هوایي پوځي تمرينونو دوام لري

[23.Dec.2008 - 20:54] :23.12.2008دامريکا دګډو ځواکونو دکميټې مشرايډمرل مائيکل مولن په پاکستان کې دلوړپوړو حکومتي او پوځي چارواکو سره د ممبۍ په بریدونو د خبرو وروسته کابل ته رسيدلى او دافغان جمهوررئيس حامد کرزي سره يې په مهمو چارو خبرې کړي دي. ښاغلى مائيکل مولن پرون په ناڅاپي سفر دپاکستان پلازمينې اسلام اباد ته رارسيدلى واو ددغه هيواد دپوځ دسرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني سره يې دممبۍ دترهه ګريزو بريدونو څخه په پيدا شوي وضعيت، دسيمې او په خاص ډول دپاک افغان پولې دوضعيت په هکله خبرې اترې کړې وې. ښاغلي مولن په دغه ليدنه کې دممبۍ دترهه ګريزو بريدونو را په ديخوا دپاکستان دکردار ستائينه کړې وه خو ويلي يې و دترهه ګرو په ضد بايد په ګډه کوټلې هلې ځلې وکړل شي. دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني په دغه ليدنه کې په ډاګه کړې وه پاکستان يو امن خوښى هيواد دى او دهر رقم ترهه ګرۍ غندنه کوي. دهغه وينا وه که په پاکستان دجنګ تپلو هڅه وکړل شوه نوپاکستاني پوځونه دخپلې دفاع بشپړ توان لري. ښاغلى مائيکل مولن نن دنهې په ورځ داسلام اباد څخه کابل ته ورسيدلو او هلته يې دافغان جمهوررئيس حامد کرزي سره ليدل کتل وکړل. دسرچينو له مخې حامد کرزي دامريکا دګډو ځواکونو دکميټې دمشرڅخه وغوښتل چې په افغانستان کې بايد نوي امريکايي ځواکونه دافغان حکومت په مشورې سره وګمارل شي. حامد کرزي په دې خبره هم ټينګار وکړو چې په راتلونکې کال کې افغانستان کې کوم ٣� زره نور پوځيان ګمارل کيږي دهغوي دګمارنې او فعاليتونو په هکله دې افغان حکومت ته تفصيلات ورکړل شي. بايد وويل شي دامريکا نوي ټاکل شوي جمهوررئيس براک اوباما ژمنه کړې ده چې هغه به دجمهوررئيس دڅوکۍ سمبالولو وروسته دعراق څخه امريکايي پوځيان وباسي او نور دوه کنډکه امريکايي پوځيان به افغانستان ته ليږي. دممبۍ دترهه ګريزو پيښو له امله دپاکستان او هند ترمينځ دسيوا شوي تاوتريخوالي په ترڅ کې نن په دوهمه ورځ هم دپاکستان جنګي الوتکوپه بيلا بيلو ښارونو کې تمرينونه وکړل. په لاهور، اسلام اباد، پينډۍ،سرګودها، پيښور، کوئټه او دبلوچستان ايالت په ګډون په يو شمير ښارونو کې دپاکستان فضائيې الوتکو تندې ګزمې وکړې چې له امله يې خلکو سره په هيواد کې دجنګي وضعيت ويره مل وه. دپاکستاني فضائيې دسرچينو وينا ده دالوتکو ددغو تمرينونو مقصد دهر رقم بيړني وضعيت مقابلې ته ځان چمتو ساتل دي. بل لوري هند هم دممبۍ دپيښو را په ديخوا په پاکستان دنړيوال فشار سيوا کولو تګلاره کله نيولې ده او راپورونه وايي هند نن پخپلو پولو دپوځيانو شمير کې داضافې ترڅنګ دجنګي الوتکو الوتنې هم پيل کړي دي. دسرچينو له مخې نن دهند دهوايي ځواکونو الوتکو په پنجاب او نورو سرحدي پولو کې الوتنې کړي او په راجستان کې دپاکستان سره په لګيدلې پوله هند خپل نور پوځيان هم اچولې دي. همدغه راز په جيسلمير، اتارلئ، بهوج او ګجرات کې هم هندي کمانډويانو ته دچمتو اوسيدو امر شوى دى. دهند حکومت غواړي پاکستان ورته هغه ترهه ګر وسپاري چې دممبۍ په ترهه ګريزو پيښو کې لاس لري خو پاکستان وايي نه هم دممبۍ په پيښو کې لاس لرونکي ترهه ګر پاکستانيان وو او نه به پاکستان خپل خلک هند ته وسپاري. په نړيوال کچ دا وخت پاکستان دسخت فشار لاندې دى او دې غوښتنې ترې زور نيولى دى چې بايد دترهه ګرو په ضد نور تنداو ريښتونې ګامونه هم واخلي. بلخوا د امریکې واشنګټن پوسټ ورځپانړه کې د ریښتیا ویلو وخت په عنوان یوه مقاله لیکلي چې د ممبۍ په ښار کې د بریدونو په اړه دغه ثبوت چې وایي د برید پلان په پاکستان کې جوړ شو وو حیرانونکی دی. خو وایي دپاکستان د سیاسي حکومت لخوا او د داسې خبرونونه انکار چې ګني برید کې پاکستانیانو لاس لرلو,لا نور حیرانونکې خبره ده. مقاله کې د جمهوررئیس زرداري لخوا بیلا بیلو خبري ادارو ته داسې ویناوو باندې نیوکې شوی چې وایي دی په دې خبر نه دي چې ایا بریدکونکي پاکستانیان وو او که نا. مقاله زیاتوي د ښاغلي زرداري ملګري وایي جمهورئیس ځکه داسې خبرې کوي چې نه په لشکر طیبه او نه هم د دغه تنظیم په یوځي ملګري یعنی ایي ایس ایي باندې وس لري. مقاله په پایې کې وایي د جمهورئیس مشرف د واکمنۍ وروسته، د طالبانو پرضد عملیات تند شول او داسې ښکاري د ممبۍ بریدکونکو غوښتل په دغه کار د تندلارو پرضد عملیات کمزورې کړي. واشنګټن پوسټ وایي که ترهګرۍ پرضد جګړه ګټل وي ،نو باید پاکستان بانی او پلمی ختمې کړي. او د امریکا د نوي منتخب شوې جمهورئیس براک اوبامه باندې یې غږ کړی چې پاکستان سره خپلې سره مرستې په پوځ کې اساسي بدلونونو سره مشروط کړي. دغه رنګ د پوځ نه هم هغه افسران لری کړي چې تندلارو یا لشکر طیبه سره تړون لري. همدا شان د پښتونخوا اسمبلۍ په سوات کې روان پوځي عمليات غېر موثره بللي او د عملياتو ودرولو غوښتنه يې کړې ده. د اسمبلۍ بېلابېل غړو ووېل پوځ د دوي په وينا شر خوښو ته په ماتې ورکولو کې ناکامه شوی دی. د سوات کړکېچنې سيمې نه يو غړي ووېل پوځ د اپرېشن او طالب د اسلام په نامه بې گناه خلک وژني. هغه ووېل داسې ښکاري چې دغه دواړه قوتونه د يو کمانډ لاندې دي. د واکمن اې اېن پي ANP ګوند غړې شګفته ملک ووېل پښتون يو بدقسمته قوم دی او زياته يې کړه چې پښتنه لور يا خور چې سکول ته روانه شوه نو بمباري پرې پېل شوه. د ملاکنډ نه د پيپلز ګوند غړي انور خان ووېل چی په اپرېشن کې نه پوځي او نه هم طالب وژل کېږي. د جميعت العلما اسلام غړي مفتي سيد جنان د سيمې په روانو حالاتو خفګان وښود او زياته يې کړه هېواد نه افغانستان جوړ شوی دی. اخوا دپاکستان پوځ وايي په سوات کې دامنيتي ځواکونو اؤ جنګيالو ترمينځ نښته کې لږ ترلږه اووه جنګيالي وژل شوي اؤ دوه پوځيان هم وژل شوي دي. په يوه بيانيه کې ويل شوي امنيتي ځواکونو چې دجنګي الوتکو ملاتړ ورته ترلاسه ؤ دسوات په شکردره سيمه کې پرون دګل په ورځ دجنګيالو سنګرونه په نخښه کړل. بيانيه زياتوي په دغو عملياتو کې لږ ترلږه اووه تندلاري ووژل شول ، ګڼ شمير ژوبل شوي دي اؤ پټ ځائيونه يې هم له مينځه وړل شوي دي. د پوځ دغه ادعاوې کومې ازادې سرچینې تایید کړی نه دی. نه هم پوځ تر اوسه د وژل شوو جنګیالو یا پوځیانو مړي میډیا ته ښکاره کړي دي. همدا رازامنيتي چارواکي وايي په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې پاکستاني طالبانو دامريکايي ځواکونو لپاره دمخبرۍ کولو په تور دوه افغانان وژلي دي. يو ځايې امنيتي چارواکي خان زاده خبريالانو ته وويل دشمالي وزيرستان په يو کلي کې عسکرو داتوار په ورځ په ګولو دويشتل شوؤ دوؤ کسانو مړي ترلاسه کړي دي. خان زاده وويل ددغو کسانو دمړو سره نزدې يو ليک هم موندل شوى چې پکې ويل شوي دغو دواړه وروڼه دپاکستان دپولې سره نزدې دافغانستان دخوست ولايت څخه را تښتول شوي وؤ اؤ وروسته امريکا ته دمخبرۍ کولو په تور ووژل شول. دوه اوونۍ وړاندې هم په شمالي وزيرستان کې طالبانو دوه افغانان چې دبغلان ولايت اوسيدونکي وؤ امريکا ته دجاسوسۍ په تور وژلي وؤ. په کال ٢� � ١ء کې چې کله ائتلافي ځواکونو په افغانستان کې دطالبانو حکومت له مينځه يوړو نو په هاغه مهال زياتره طالب جنګيالي دافغانستان دپولې څخه دپاکستان قبائيلي سيمو ته راواوښتل. افغان حکومت اؤ په افغانستان کې ميشت ائتلافي ځواکونه تور لګوي چې دغه جنګيالي په پاکستان کې خوندي پټن ځائيونه لري اؤدپاک افغان پولې څخه په افغانستان کې په ائتلافي ځواکونو دبريدونو لپاره را اوړي. څو څو واره امريکايي جاسوسي الوتکو دپاکستان په قبائيلي سيمه کې دشکمنو طالب جنګيالو سنګرونه په نخښه کړي اؤ دهغوي يو شمير مهم مشران يې هم وژلي دي. طالبان فکر کوي چې امريکا دجاسوسي الوتکو لخوا دکيدونکو بريدونو دپاره په سيمه کې خپل مخبران ګمارلي دي اؤ امريکا ته دمخبرۍ په تور يې تر دې مهاله په شلګونو کسان وژلي دي. بل خوا نن افغان ولسمشر حامد کرزی دشیخ زایدپوهنتون په جومات کې دخلکوغونډې ته وویل چی که امریکایان دعام ولس له وژنولاس وانه خلي او د ده خبرو ته غوږکښېنږدي ، دی به یوه ولسي جرګه راوبولي اوپه افغانستان کې به دامریکایانوپه باب وروستۍ فیصله وکړي . وی او ای- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته