(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پېښور د خيبر ميډيکل کالج په تالار کې ادبي بنډار ترسره شو

[20.Dec.2008 - 11:41] شنبه (خالي) ٢� /١٢/٢� � ٨ پېښورscprd: د پېښور د خيبر د ميډيکل کالج په تالار کې د خيبر ميډيکل کالج د محصلينو لخوا ادبي بنډار جوړ شو، چې په کې د لرې اوبرې پښتونخوا شاعرانو، ليکوالو، ژورنالستانو او سياسي څېرو برخه اخيستې وه . د غونډې مشري د پښتونخوا د لوبو او کولتور وزير سيد عاقل شاه وکړه، د سټيج چارې نامتو ژورنالست او خبريال محمد عارف همدرد ترسره کولى، پر سټيج د لوبو او کولتور ايالتي وزير سيد عاقل شاه، نازکخياله غزل ويونکى اکرام الله گران، نامتو شاعر اباسين يوسفزى، د گڼو کتابونو ليکوال سيد صابر شاه صابر،د افغان عالي ليسې مشر تحسين الله تحسين او طنز ليکونکي شاعران ظفر خان ظفر او حضرت ګل زنداني ناست ول .
لومړى قارى اسرارالحق جوهر لخوا د قرآن عظيم الشان څو مبارک ايتونه ولوستل شول ورپسې ښاغلي محمد عارف همدرد د بنډار برخه والو ته د مشاعرې په جوړښت رڼا واچوله او زياته يې کړه، چې د دغې مشاعرې هدف د پښتونو يووالى دى، چې
څنګه وکولى شو، چې يو ځل بيا پښتانه په يو ټغر راټول شي او خپلې ستونزې په خپله حل کړي . ورپسې ځوان شاعر نذير احمد نذير خپل شعر ولوست او په اوسنيو حالاتو يې رڼا واچوله، افغان ليکوال او د افغان ليسې مشر تحسين الله تحسين هم زړه پورى شعر ولوست، ورپسې د کوزې پښتونخوا شاعر سيد صابر شاه صابر، طنز ليکونکى شاعر حضرت ګل زنداني، شاهد علي شاهد، ظفر خان ظفر، جلال خليل، معراج الدين
خيبر، اسير منګل، عبدالرحيم حيران، اقبال مومند، اباسين يوسفزى، نجيب الله اکرامي، تواب خان ځاځى،رفيع الله وياړ او نورو ګڼو ځوانانو خپل شعرونو ګډونوالو ته وړاندې کړل په پاى کې د لوبو او کولتور ايالتي وزير په غونډې رڼا واچوله او ويې ويل، چې مونږ هڅه کوو، چې په پښتنونخوا کې کولتور ته وده ورکړواو د ليکوالو ستونزې حل کړو. ادبي بنډار ماښام اوه بجې پيل او د شپې پر لس بجو پاى ته ورسيد . - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته