(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په جلال کوټ کې کتاب نندارتون پرانستل کيږي

[16.Dec.2008 - 16:52] پېښورscprd: د افغانستان د اطلاعاتو فرهنگ د وزارت مشاور او د بهرنيو اړيکو او پلان رياست سرپرست زردشت (شمس )ايس سي پي آر ډي ته څرگنده کړه، چې د اطلاعاتو فرهنگ وزارت په پام کې لري، چې د ١٣٨٧لمريز کال د مرغومې د مياشتې په لومړۍ نېټه، چې د ٢� � ٨کال د دسمبر ٢١ نېټې سره سمون خوري د جلال کوټ ښار د گل اغا شيرزي په لوبغالي کې درې ورځنى کتاب نندارتون پرانيزي په دې نندارتون کې به د کابل،ننگرهار، کونړ، لغمان، نورستان او پېښور مېشتې کتاب خپرندويه ادارې برخه اخلي او خپل کتابونه به نندارې ته وړاندې کوي. ښاغلي شمس د دې کتاب نندارتون د ارزښت په اړه وويل، چې مونږ غواړو کتاب مينه وال پيدا کړي او خپرندويه ادارو ته په بازار موندنه کې گټه ورسيږي او ولس د کتاب په ارزښت پوه شي ويې پيري ، ويې لولې او په نړيوال کچ هم د افغان خپرندويه ټولنو دهلو ځلو درنښت وشي. کتاب نندراتون به د يکشنبې په ورځ پيل او د سې شنبې په مازيگر پاى ته ورسيږي. د يادونې وړ ده، چې د لوى اختر د رارسيدو له لامله دغه کتاب نندارتون وځنډيده او نږدې ټولو کتاب خپرندويه ادارو ورته چمتووالى نيولى دى. په پېښور کې د افغان قونسلگرۍ د فرهنگي چارو مشر محمد ظاهر بابري ايس سي پي آر ډي ته د تيليفون پر ليکه څرگنده کړې، چې د پېښور پوهنتون پښتو اکاډمې پتيلې ده، چې د جلال آباد په کتاب نندارتون کې برخه واخلي . نوموړي زياته کړې، چې نن ورځ مې د پېښور پوهنتون د پښتو اکاډمې له مشرې ډاکټر سلما شاهين سره د هغې په دفتر کې وکتل په دې مهال د پښتو اکاډمۍ د پښتو څانگې مشر ډاکټر راج ولي شاه خټک هم حاضر و . دواړو مشرانو سره مې د پولې د دواړو غاړو پښتنو تر منځ په فرهنگي راکړې ورکړې خبرې وکړې او په ترڅ کې يې هغوى هوډ څرگند کړ، چې د پېښور پوهنتون پښتو اکاډمۍ يو شمېر کتابونه به د جلال آباد کتاب نندارتون ته وړاندې کړاى شي.- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته