(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دنثار مظلوم په مړینه د PSDP د خواشینۍ پیغام

[13.Dec.2008 - 13:20] د PSDPد مشرتابه دوتر:13.12.2008 په ډیری خواشنۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د پښتوژبی پیاوړی شاعر٬ اديب٬ دانشوراو كالم نګار نثار مظلوم په.11.12.2008 نیټه په پیښور کی لدی فانی نړئ څخه د تل لپاره سترګی پټی کړی. انالله واناالیه راجعون ارواښاد نثار مظلوم پښتو او پښتونولۍ سره بې کچه مینه درلوده، پښتون ملت ، کولتور او ژبی ته یی نه ستړی کیدونکی خدمتونه کړیدی، د سیاست په ډګر کی یی د پښتون ملت دابادۍ او سوکالۍ لپاره د پښتنۍ خورښت سره تل خپل اواز یو ځای کړی وو، چې لدی امله پښتون قامی وحدت ستر لارښود ښاغلی محمد افضل خان (خان لالا ) سره یو ځای دخپل ټوټی شوی قام لپاره د خپل ژوند تر اخری سلګئ پوری ملا تړلی وه چی تل به یاد ساتلی شی. د پښتنو ټولنیز اولسولیز ګوند Pashtoons Social Democratic Patry - PSDPد ده مړینه پښتون ملت ته لویه ضایعه بولی او د زړه له تله خفګان څرګندوی،د اروښاد د کورنۍ غړو او ټولو سیاسی ملګرو سره یی پدغه دروندغم کې ځان شریک ګڼی. روح دی ښاد وی، جنت فردوس دی په نصیب شی. په درنښت د پښتنو ټولنیز اولسولیزګوند - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته