(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په پيښور کی دناټو کنټينرونه سوځیدلی اوسوات کی د ANP دمشر په کور بریدشوی

[12.Dec.2008 - 16:43] 12.12.2008:په پيښور کې يو ځل بيا وسله والو جنګيالو افغانستان ته دائتلافي ځواکونو لپاره د سامان وړونکو کنټينرونو په اډه دراکټونو اؤ خودکاره وسلو بريد کړى دى چې له امله يې لږ ترلږه ٣� کنټينرونه سوځيدلي دي. دسرچينو له مخې بيګاه ناوخته د پيښور په پشته خره سيمه کې ناټو لپاره دسامان وړونکو ګاډو پر اډه وسله والو جنګيالو شاوخوا ١� راکټونه وداغل چې له دې وروسته په ځينو ګاډو اور ولګيدلو اؤ وسوځيدلې. ځايې پوليس چارواکي کاشف عالم خبريالانو ته وويل په لسګونو وسله والو کسانو په اډه لاسي بمونه وغورځول چې له امله يې ټرکونو اؤ کنټينرونو ته اور ولګيدو. داور وژنې عملې له يو ساعت هلو ځلو څخه وروسته په لګيدلي اور قابو وموندله. دراکټونو له بريد وروسته دپوليسانو اؤ جنګيالو ترمينځ دډزو تبادله هم شوې ده. په پيښور کې ناټو لپاره دسامان وړونکو ګاډو پراډه په دې روانه اوونۍ کې دغه ٣م بريد ؤ چې دتندلارو لخوا پرې ترسره شوى دى. بل لوري ته دپيښور پوليسو مشر صفوت غيور خبريالانو ته ويلي دي ناټو ځواکونو لپاره پر سامان وړونکو کنټينرونو دبريدونو پلټنې پيل شوي دي چې ددغو پلټنو په مهال مهم شهادتونه ترلاسه شوي دي اؤ پوليسو ګڼ شمير کسانو نيولي دي. صفوت غيور وويل په دغه اډه چې بريد کې کوم راکټونه کارول شوي هغه دروسي ساخت دي. بلخوا جنوبي وزيرستان کې یوی شکمنی امريکايي جاسوسي الوتکو بريد کړى دى چې له امله يې اووه کسان وژل شوي اؤ ګڼ نور ژوبل شوي دي. سرچينې وايي دغه بريد نن دزيارت په ورځ دجنوبي وزيرستان وانا سره نزدې اعظم ورسک سیمه کې په يو شکمن کور ترسره شوى دى. دلمړيو راپورونو ترمخه امريکايي جاسوسي الوتکو په دغه کور ٢ ميزائيل داغلي دي. د پاکستان استخباراتي چارواکو په پېښه کې د اووو کسانو د وژنې پخلې کړی او امکان یې ښودلې چې زیاتره وژل شوي کسان د پاکستان پنجاب ایالت سره تعلق لري. همدا رازتېرماښام د پښتونخوا په کوهاټ کي د افغان کډوالو په دویم نمبر کیمپ کي دیوی چاؤدنی له امله 20 تنه ژوبل شوی همدا رازدسوات په منګلور کې په ۱۲/۱۲/۲۰۰۸ نیټه نامالومو وسله والو د عوامي نیشنل ګوندANP د قامي اسمبلئ غړي ښاغلی مظفر المک په کور د بمونوبرید کړی چی کور او حجره یی تباه شوي ، او چاته ځاني زيان نه دی اوښتی بلخوا نامالومو وسله والو د مېنګورې د قمبر په سيمه کې د هلکانو يو ښوونځی په بمونو والوزولو، چی په سوات کی د سوځول شويو ښوونځيو شمېره 148 ته ورسېده، چې له امله يې سل زره ماشومان د زده کړو څخه بې برخې شوي دي . همدا راز وسله والو د سوات په مټه تحصيل کې د90نیول شوو کسانو له ډلی څخه 70 کسان خوشې کړي دی. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته