(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په لندن کی د خان شهيد اودل سمد خان پۀ وياړ غونډه جوړه شوه

[09.Dec.2008 - 22:32] په لندن کې د خان شهید اودل سمد خان ۳۵م تلین د يو پرتمینی غونډی په ترڅ کې ونمانځل شو د پښتونخوا ملی عوامی ګوند برتانیی له خوا د ستر لارښود ملی اتل او لویی مبارز خان شهید اودل سمد خان اڅکزۍ ۳۵م تلین ونمانځل شو. چې د لر او بر افغان وطن په سلګونو سیاسی، فرهنګی او کلتوری پوهانو او کارکونکو پکې ګډون وکړ. د غونډی مشري د پښتونخوا ملی عوامی ګوند برتانيي سکتر شير اعظم خان وکړه. فائق خان يوسفزي د کوربه دنده تر سره کړه.او د غونډی په نوم يې دسویډن څخه د کاندیدای اکادمیسین اعظم سیستانی ، علامه محمود طرزی علمي او کلتوري ټولنې، د پښتو ادبي تړون چمن جنوبی پښتونخوا ، د مالمو ښار سویډن څخه د حکمت الله حکمت او په سویډن کی د افغانانو د علمی او فرهنګي مرکز د مشرتابه جرګې له خوا د حبیب الله غمخوربریښنا لیکی پیغامونه واورول. شیر اعظم خان د ټولو ګډون کونکو د برښنالیک د لاری په بیغامونو رالیږلو د ټولو لر او بر د سیاسی، فرهنګی او کلتوری ټولنو مننه وکړه. او خان شهید ته یې د مینې او درناوی پیرزونې وړاندی کړی. شیر اعظم خان ووییل هغه خلک ډیر په غلطه وو چا چې خان شهید اودل سمد خان په دی فکر شهید کړلو چی د هغوی مرګ به د پښتون قامی له مینځه یوسی. د حق او قامی ازادی خوځښتونه د مشرانو په شهادت نور پياوړی کیږي او بیلګه یی نن د نړئ په وړاندی ده . د خان شهید د سپېځلې فکر ملګری ورځ په ورځ ډیریږی . او کاکا مامودشهید، داود خان شهید، رمضان شهید، اسلم اولسیار شهید، صابر شاه شهید، اودل رحیم کلیوال شهید ، سعید خان اڅکزی شهید، اسحاق خان شهید، فاروق خان وزیر شهید، شاعالم وزیرکاکا شهید، ابراهیم وزیر شهید، مهتاب خان اپریدی شهید ډاکټر اودل سمد خان شهید او نورو ډیرو مالومو او نامالومو شهیدانو په خپله سر ښندنه د خان شهید لاره روښانه ساتلی ده. خان شهید خپله مبارزه د ماجت نه پیل کړی وه او د تبارک الذی د ترجمی نه یې پیل کړی وه او هغه د حق اواز نن هم د پښتنو د حجری او د ماجت غږ دی. شیر اعظم خان په افغانستان کی د پاکستانی استخباراتو د مداخلی غندنه وکړه او ټولو افغانانو ته یې خواست وکړ چې خپلې لمنی د نور د ګنده دسیسو څخه وڅنډی او د ګران او تاريخی افغانستان ساتنې او د سولې د ټینګولو د پاره ملا وتړي. افغانان باید د خپل هیواد سره لکه د مور مینه وکړی او ټولو عربي، پنجابی او ایرانی ترهګرو ته د يو افغان په څیر ځواب ووايی. شیراعظم خان پښتونخوا میپ د افغانستان د دفاع ګوند وباله او په تیرو دیرشو کلنو کی يې د پښتونخوا میپ او مامود خان اڅکزۍ د سولی په هڅو په تفصیل خبری وکړی. که د پاکستان طالبان د پاکستان د پاره هند ته خبرداری ورکوی نو د افغانستان طالبان هم باید افغانان شی او د سولی او ملې روغی جوړی هڅې په وړاندې بوځي. که ملا فضلالرحمان د پاکستان پارلیمان ته ځي نو ملا عمر دی هم د افغانستان پارلیمان ته ولاړ شی. که د قاضی حسین احمد، ملا سمیع الحق، ملا شیرانی او ملا نورمامد لپاره پاکستانی پارلیمان روا دی نو د طالبانو ملان ولی د افغانستان پارلیمان نه منی. شیراعظم خان د لر او بر افغانانو په بیګناه وژنه خواشینی ښکاره کړه. د خان شهید شاګرد او ملګری ډاکټر جمیل الرحمان د خان شهید د ژوند د بیلو برخو د سترګو لیدلی حال تیر کړ او ویې ویل چی زما لپاره دا د ویاړ خبره چی په هغه وخت کې وزیږیدم چې خان شهید پکې وو. ډاکټر جمیل غوښتنه وکړه چی پاکستان باید د خان شهید د کورنۍ نه په هغه ناکړدو او زندانونو بخښنه وغواړی چې پاکستانی واکدارانو خان شهید ته د پښتنو په حقونو غوښتلو ورکړی وو. یوسف علی خان د خان شهید په سیاسی ژوند رڼا واچوله او د ارواح ښاد شیرعلی باچا کشر ورورډاکټر امجد علی د خان شهید په ادبی ژوند خبری وکړلی. او دوطنپالونکی ادب او سیاست په اړیکو یی په تفصیل رڼا واچوله. حبیب الله جانبدار هم په خپله وینا کی خان شهید ته د مینی پیرزونې وړاندی کړی او دلر او بر افغانانو نه يې غوښتنه وکړه چې د خان شهید د سپېځلو ارمانونو په خاطر او د پښتون اولس د سوکالئ د پاره په خپلو منځو کې یووالی او بیداری پیدا کړو. هغه زیاته کړه چی د لرو او برو افغانانو زړونه سره یو دی او دا هیڅوک نه شی بيلولې. نوروهاب څپاند صیب خان شهید يو ملی اتل وباله او مامود خان اڅکزۍ يې د لر او بر ریښتونی لارښود وباله. د څپاند صیب په وینا په اوسنو حالاتو کی افغانانو له پکار دي چی دنظریاتو او عقیدو نه بالا فکر وکړی او د ګران وطن افغانستان د ابادی او پرمختګ د پاره يو موټی شي. خان شهید د انسانی، اساسی، اسلامی او نړیوالو قوانینو سره سم د خپل وطن او اولس خدمت کولو او پښتانه هم باید هره قانونی لاره وکاروی دا به په نړیوال عدالت کې د پښتنو مقدمه پیاوړی کړی. نورالله خان اتل د خان شهید قربانی ته پیرزونی وړاندی کړی . اتل د خان شهید اڅکزئ کورنۍ یوه وطنپاله کورنۍ وبلله او د تاریخ په حوالو سره يي د برخوردار خان اڅکزۍ، ګلستان خان اڅکزۍ، عبدالله خان اڅکزۍ او اودل سمد خان اڅکزۍ د تاریخی افغانستان د پاره قربانۍ په ډاګه کړلې. او په لرو برو افغانانو یی غږ وکړ چې د ملی یووالی او خپلواکې لپاره خپلی هسې ګړندئ کړی. اتل صیب عربی هیوادونه د پښتنو په وژنه تورن کړل او زیاته يې کړه چې ټول عربي هیوادونه د سعودی عرب په مشری کې د افغانونه په ځپلو کې برخه لری او په اربونو ریالونه د ترهګرو په مرستو مصرف کوی . القاعده ، پاکستانی استخبارات او د کراچئ مهاجر په ډاګه پښتانه سیا سی او قومی مشران وژنی او نړۍ هیڅ غبرګون نه ښکاره کوی. نورالله اتل غوښتنه وکړه چې د لر او بر افغانان باید خپلې موخې دنیا ته په ډاګه کړي او نړیوال په دی خبر کړی چې نړیوال امن د افغانستا ن د خاوری د ملی تمامیت او استقلال سره تړلی دی او دا چی نړیوال او ملګری ملتونه باید د پښتنو د ازادی له پاره او د القایدی نه د ژغورلو لپاره موږ سره مرسته وکړی. کامه وال صيب د خان شهید ادبی او سیاسی خدمتونه وستایل او هغوی يې د لر او بر افغانانو د یو والی او ازادی پیغمبر وباله.. دوی په لندن کې دغه لویه او تاریخی غونډه د لر او بر د افغانانو د پاره د یو والی په لور یو لویې ګام وباله او پښتنو ته یې شاباس ورکړو چې دخپل وطن ملی شهیدانو ته درناوی لری او د هغوی ورځې لمانځي. د پښتونخوا ملی عوامی ګوند برتانيې مرستیال سکتر اشرف خان هوتی غونډی ته د خان شهید د سیاست د هغوی د قربانیانو په اړه په تفصیل سره وینا وکړه. خان شهید او د هغوی ملګرو په لسګونو کلونه په انګلیسی او پاکستانی زندانونو کې تیر کړل خو دغو ستړو هغوی د خپلې لاری نه وانه ړول شول او دا نن ورځ د خان شهید د ریشتینولئ او سبیځلتوب لويې ثبوت دی چې ۳۵ کاله وړاندی خان شهید په کوم فکر او په کوم تور شهید کړل سو نن په زرګونوپښتانه ځلمیان په هغه فکر او په هغه تور ویاړی او د ځان فکر یې بولی. موږ خان شهید نه دی لیدلی نه مو اوریدلی دی خو هغوی چې کومه لاره خپله کړی وه هغه د پښتنو د ازادئ لاره ده، هغه د پښتنو د سوکالئ لاره ده نو ځکه نن د هغه انګلسیانو په زړه لندن کی پښتانه د خان شهید تلین نمانځی کومو انګلسیانو چی خان شهید په خپل کلی کې خبرو کولو ته نه پریښودلو. خان شهید په لومړی ځل په دی خبره پوهه سوی وو چې پښتون قام باید خپل قامی ګوند ولری او د خان شهید دا فکر د اوږدی تجربی پیداوښت وو چې لمړی یې په کانګریس ګوند کې او د پاکستان د جوړیدو ورستو یې په نیشنل عوامی ګوند کی ترلاسه کړی وه.نو ځکه یې نیشنل عوامی ګوند پشتونخوااعلان کړه. هم د دغه فکر په بنسټ په شمالی پښتونخوا کې ارواښاد شیرعلی باچا د مزدور کسان ګوند څخه په قامی دریځ بیل شو او پښتونخوا مزدور کسان ګوند يې جوړ کړ. او نن هغه دواړه ګوندونه د پښتونخوا ملی عوامی ګوند په نامه یو سوی دی او د ګران مامود خان اڅکزۍ په مشرۍ کې د قامی ازادئ، ملی استقلال او جمهوری خپلواکې مبارزه په وړاندی بیایی. پښتونخوا میپ نن د لر او بر د افغانانو لپاره د پوهې، باور، ریشتینولی او پیاوړیتوب هیله ده او د ګوند کارکوونکی د نړی په هر ګوټ کی خپل قامی بیرغ پورته ساتی او د قام د بیدارولو او یو موټی کولو دنده تر سره کوی. اشرف خان هوتی د خان شهید د سیاسی ژوند او د پښتون قام په نننو ستونزو خبری وکړی او د خان شهید د افغان پالنی او ملی یووالی په دریځ یې ګډون کونکی خبر کړل. د اشرف خان په نظر د لر او بر افغان د ټولو ستونزو حل په ملی يووالي کې دی او افغانان باید د ګران او تاریخی افغانستان د خاوری د تمامیت، استقلال اوملی خپلواکئ د پاره سره لاسونه یو کړي. د پښتونخواملی عوامی ګوند برتانيې مشر مرستیال سکترفلک نیاز خان یوسفزئ په پښتنو غږ وکړ چې د پښتونخواملی عوامی ګوند د بیرغ لاندی راغونډ شی او د چتراله تر بولانه د یوې متحده ایالت د جوړولو، د پښتو ژبی د پرمختګ او نافذولو او په کراچئ کې د پښتنو د بقا لپاره یووالی یواځینۍ لاره ده. فلک نیاز خان ووییل چی پاکستانی واکداران باید په ترهګر او فاشسټ تنظیم متحده قومی مومنټ سمدلاسه بندیز ولګوی او د کراچئ د پښتنو د سر او مال د ساتنی بندوبست وکړی. تلین غونډی ته ډاکټر زیوری، محترم مهاجر، د ای-این-پی جمشید بنګش او د برټش پښتون ایسوسیشن جاویداقبال یوسفزئ هم خان شهید اودل سمد خان اڅکزی ته د مینی او خلوص پيرزونې وړاندی کړی او د هغوی قربانی يې د پښتون اولس د یووالی او ازادی په لور تګ وباله. اودل حسیب خان یوسفزئ د غونډی نه د لاندینو پریکړو منظوری واخسته او ټولی غونډی په یو اواز او د دواړو لاسونو په پورته کولو د لاندینو پریکړو د مرستی او ملګرتیا اعلان وکړ. د پښتونخوا ملی عوامی ګوند د خان شهید عبدالصمد خان اڅکزۍ د ۳۵م تلین په مناسبت لاندینئ پریکړې کوی. ۱. په پاکستان کې دی دچتراله تر بولانه د پښتنو یوه متحده صوبه د پښتونخوا ، پښتونستان یا افغانیی په نوم جوړه کړل شی. ۲. د پښتونخوا وطن په ټولو وسائلو دی د پښتونخوا اولس ته واک ورکړل شی. ۳. پښتو ژبه دی د پښتونخوا وطن تدریسی، عدالتی او دفتری ژبه وګرځول شی. ۴. پاکستان دی د ۱۹۴۰ د قرارداد تر مخی دی د ميشته قامونوبرابری ومنل شی او د ۱۹۴۰ د قرارداد د مخی دی نوی اساسی قانون جوړ کړل شی. ۵. د مشرف د مارشلا په اوږدو کی ترسره شوی ټول غیر قانونی بدلونونه په شمول د ۱۷م ترمیم ، نیشنل سیکورټی کونسل ختمول او د عدلئی د ازادئ او د پارلیمان واک راوستلو غوښتنه کوي. ۶.په غاصب ډکټیتر مشرف دی فوراً د اساسی قانون د ماتولو مقدمه جوړه کړل شی او سخته سزا د ورکړل شی. ۷. دا غونډه د ال پارټيز کانفرنس له خوا د ترهګر او فاشسټ ګرزول شوی مهاجر قومی مومنټ له خوا په کراچئ کی د بیګناه پښتنو د وژنۍ او د پښتنو د کاروبارونو د تباه کولو سخته غندنه کوی او پاکستانی واکدارانو ته خبرداری ورکوی چی فوراً دی د پښتنو د سر او د مال د ساتنی بندوبست وکړی او په ترهګر او فاښسټ ایم کیو ایم دی بندیز ولګول شی. ۸. په پښتنو سيمو کې په روان اپريشن کی دی د عامو اولسی وګړو وژنه فوراً بنده کړل شی او ځپلو شوو خلکو ته دی تاوان ورکړل شی او ټول ترهګر په شمول د عربيانواو نورو بهرنیانو دی فوراً د پښتنو سیمو څخه وویستل شی.پاکستانی استخبارات دی سمدلاسه په وزیرستان، باجوړ، سوات، مهمندو او خیبر کې د ترهګرو د مرستی او ملاتړ نه لاس واخلی. او بهرنی ترهګر دی فوراً د پښتنو سیمو څخه ووځي. ۹. په ګران او تاریخی افغانستان کې دی ګاونډی هیوادونه په ځانګړی توګه پاکستان او ایران خپله لاس وهنه فوراً بنده کړي. او په افغانستان کی د ملی سولی په لاره کی خنډونه اچول بند کړی. د غونډی په پایی کی د نامتو پښتو شاعر او استاد شهسوار سنګروال په مشرئ کی یوه پښتو مشاعره وشوه چی شاعرانو پکی د شعر په ژبه خان شهید ته د مینی او عقیدت پیرزونې وړاندی کړې: درست پښتون له کندهاره تر اټکه سره يو د ننګ په کار پټ او اښکار اوس يواځی ه په دی لاره کی زه نه یم پښتانه دی راپسی کتار کتار - فائق خان يوسفزی
بېرته شاته