(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواخوږي پيغام

[01.Dec.2008 - 22:16] ارواښاد څيـړونکي عبدالهادی هاند د مړيني په مناسبت د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواخوږي پيغام په خورا خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړه چي د هېواد يو نامتو علمي او فرهنګي شخصيت خداي بخښلي عبدالهادی هاند په حق ورسيد.
ارواښاد د افغانستان د علومو اکاډيمي علمي او مسلکي غړي او د هېواد يو خواخوږی فرهنګپال شخصيت په توګه د ولس په علمي او فرهنګي بهير کي تل مدام ونډه اخيسته او ډېر علمي او څيړنيز اثار يې ليکلي او خپاره کړي وه. د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه پلاوي او ټول غړي د ارواښاد مړينه هېواد ته يوه ضايعه ګني او ځان په دا غميزه کې د خداي بخښلي کورنۍ او هېوادوالو سره شريک ګني. د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه د لوي څښتن تعالي د دربار څخه ارواښاد ته جنت الفردوس او د دوي درني کورنۍ ته جميل صبر غوښتونکي دي. روح دي ښاد وي. په درنښت د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر الحاج غرزي خواخوږی نيټه: ١-١٢-٢� � ٨ - الحاج غرزي خواخوږی
بېرته شاته