(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په پېښور توغندي ولګيدل ،منګل باغ استعفى وکړه،ننګرهار ته ګڼې کورنۍ کډه شوي

[26.Nov.2008 - 09:22] چارشنبه (شورو) 26.11.2008 پېښور د SCPRD او خبری رسنیو دخبر له مخی د پېښور په بېلا بېلو سيمو تېره شپه يوولس نيمې بجې پنځه توغندي پريوتيو چې ښايې نخښه يې د عوامي نيشنل ګوند مرکزي دفتر (پاچا خان مرکز) څرګنده شوې،چې يو راکټ د بشير آبادپه يو کور لګيدلى يو د واپډا په کالونۍ کې يو ښوونځي سره نږدې په ونه لګيدلى او درې نور په پټو کې پريوتي دا پېښه د شپې ناوخته شوې پوليسو ويلي دي، چې پلټنې مو پيل کړي خو د دغو توغنديو د پريوتو لا امله مرګ ژوبله نه ده رامنځته شوې. باړه: له پېښور څخه خپريدونکې پښتو ورځ پاڼې وحدت په نننۍ ګڼه کې خبر ورکړى، چې په خېبر ايجنسۍ کې د لښکر اسلام مشر حاجي منګل باغ استعفى ورکړې او پر ځاى يې حاجي حليم شاه د لښکرې اسلام نوى مشر ټاکل شوى دى، دغه پرېکړه د لښکرې اسلام په هغه غونډه کې وشوه، چې درواډه اکاخيل کې شوې وه. د لښکرې اسلام وياند مصري ګل ويلي دي، چې حاجي حليم شاه به درې مياشتې د لښکرې اسلام مشر وي او دغه لړۍ به په دې ډول روانه وي. بلخوا په سلګونو کورنۍ له مومند ايجنسۍ څخه د جنګ له ويرې ننګرهار ته کډه شوي دي. د راپورونو له مخې په مومند ايجنسۍ کې د ځايي طالبانو او پاکستاني پوځ تر منځ د روانو نښتو پر لامل سلګونه کورنۍ د ننګرهار ولايت د لعلپورې او ګوشتې ولسواليو ته کډه شوي دي . په ننګرهار کې د راستنيدونکو چارو رييس عبدالرحمن شمس مطبوعاتو ته څرګنده کړې، چې له څو وروځو راهېسې څه ناڅه 4500 کورنۍ ننګرهار ته له مومندو ايجنسۍ څخه د تورخم له لارې راکډه شوې وې، خو يو شمېر يې د ناسمو اقتصادي شرايطو پر لا مل ستنې شوي دي او يو شمېر يې د خلکو په کورونو کې ميشت دي . دغه رياست تر دې دمه د راستنيدوکو د دايمې استوګنې په برخه کې څه پلان نه دى وړاندې کړى او راستنيدونکيو ويلي ، چې کله يې له سيمې څخه د جګړو ټغر ټول شي ؛ نو بېرته به خپلو سيمو ته ستانه شي. د يادونې وړ ده، چې د مومند ايجنسۍ زيات شمېر کورنۍ کونړ ته هم مهاجرې شوي دي. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته