(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

باجوړ او سوات کی بمی چاودنو او بمباريو مرګ او ژوبله اړولی

[20.Nov.2008 - 20:37] 20.11.2008:دسرچينو له مخې دباجوړ دماموند سره نزدې په بدان سيمه کې ديو جومات په دننه چاؤدنه هاغه وخت ترسره شو کله چې په دغه جومات کې خلک په نمانځه ولاړ وؤ. په بريد کې د ماموند قامي لښکر مشر رحمت الله او نور شپږ کسان وژل شوي اؤګڼ شمير ټپیان شوي دي. ټپیان تداوۍ لپاره دباجوړ روغتون ته رسول شوي چی دځينو حالت مرګونى ښودل کيږي. داسې راپورونه هم ورکړل شوي دي چې دغه چاؤدنه نۀ بلکې ځانمرګى بريد دى خو په سمدستي توګه ددې تصديق نۀ دى شوى بلخوا سوات اؤ باجوړ ايجنسۍ کې دطالب جنګيالو په ضد دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې لږ ترلږه ٤� جنګيالي وژل شوي اؤ ګڼ شمير نور ژوبل شوي دي. نن دزيارت په ورځ دسوات دمټې تحصيل په پيوچار اؤ شور سيمو کې امنيتي ځواکونو دجيټ الوتکو له لارې دجنګيالو په سنګرونو بمباري وکړه چې پکې ١٦ تندلاري ووژل شول. همدغه راز دسوات د خوازه خيلې په علم ګنج سيمه کې په کورونو دګولو پريوتو له امله ٨ کسان وژل شوي دي. دمينګورې سره نزدې په قمبر سيمه کې هم نامعلومو کسانو دنايانو شپږ دوکانونه يا سقاوې په بمونو الوځولي دي. دسرچينو له مخې دمټې په ډاګۍ سيمه کې سيمه ييز سياسي مشر لياقت علي خان دډزو په کولو سره وژل شوى دى. همدغه راز دسوات سره نزدې په قبائيلي سيمه باجوړ کې هم امنيتي ځواکونو دطالب پلوه جنګيالو په ضد چټک عمليات کړي دي چې پکې د١٣ؤ غيرملکيانو په ګډون د٢٤ؤ تندلارو دوژل کيدو راپور ورکړل شوى دى. امنيتي ځواکونو دباجوړ په ناواګۍ، چارمنګ، باګوړۍ اؤ زوبندر سيمو کې دجنګيالو په سنګرونو ګوله باري کړې ده چې پکې ګڼ شمير جنګيالي وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي. همداراز تېره شپه دجانيخېلو په ولسوالۍ کې دپکتيکاولايت دپوهنې درئيس په کور بمی برید شوى چی له بريده دپوهنې رئيس روغ وتلى ،خو مېرمن او يو زوى يې ټپيان شوي او نورکوم ځاني زيان يې نه دى اړولى .تردې مهاله ددې پېښې پړه چا نه ده منلې - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته