(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کرزى طالب مشرملاعمرته دجوړجاړي وړانديزکړى دى

[16.Nov.2008 - 21:50] وی او ای ، دیوه: دافغانستان جمهوررئيس حامد کرزى وايي کۀ طالب مشر ملا عمر ورسره خبرې اترې وغواړي نو هغه ورته دامنيت ضمانت ورکوي اؤ دهغۀ نوم به دترهه گرو دفهرست څخه ختم کړل شي. نوموړى وايي کۀ لويديز په دې خبره ناخوښي څرگندوي نو ورسره دوه لارې دي يا خو ورته هغه(کرزى) گوښه کول اؤ يا پريښودل پکار دي. کابل کې په يوه خبري ناسته کې ښاغلي کرزي وويل کۀ چرې طالب مشر ملا عمر افغانستان ته ورشي نو دهغه دخونديتوب ضمانت ورکوي. حامد کرزي وويل کۀ چرې ما دهغه څخه واوريدل چې غواړي افغانستان ته راځي يا دامن خبرې کوي نو دافغانستان دجمهوررئيس په توگه هغه ته دامنيت ورکولو لپاره هر ممکن گام اخستو ته چمتو يم. کرزي زياته کړه کۀ زۀ ووايم دملا عمر لپاره خونديتوب غواړم اؤ نړيواله ټولنه پرې ناخوښه وي نو دوه لارې لري يا خو دې ما گوښه کړي اؤ يا مې دې پريږي . کرزي وويل ما ته دطالبانو قيادت له لوري دا اوريدل دي چې هغوي په افغانستان کې امن غواړي. شاوخوا اويا زره بهرني عسکر چې نيمايي پکې امريکايان دي دطالبانو په ضد هلې ځلې کوي. دافغانستان جمهوررئيس حامد کرزي له دې وړاندې هم څو څو کرته طالب مشر ملا عمر ته دغه رقم دجوړجاړي وړانديزونه کړي دي خوطالبانوهرځل دسولې وړانديزونه ددې دريځ پخپلولوردکړي دي چې لمړى بايدائتلافي ځواکونه دافغانستان څخه اوځي طالبان داهم وايي چې جمهوررئيس کرزى امريکا په چوکۍ کښينولى دى اؤهغه پخپله هيڅ واک نۀ لري ترڅودجوړجاړي خبره وکړي. همدا رازامريکايي ورځپاڼې واشنگټن پوسټ ادعا کړې ده چې دجاسوسي الوتکو له لارې دکيدونکو بريدونو په هکله دپاکستان اؤ امريکا ترمينځ پټه لوظنامه شوې ده. ورځپاڼه وايي ددغه تړون دلاندې به امريکا ته دبريدونو داجازې ورکولو ترڅنگ پاکستان دبريدونو په ضد احتجاجونه کوي ، خو واشنگټن به په دغه احتجاجونو غوږنۀ گروي. ورځپاڼې ددواړو هيوادونو دلوړپوړو چارواکو له خلې پخپل راپور کې ليکلي دنۀ پوښتلواؤ نۀ وئيلو ددغه تگلارې لاندې اوسطاً په هر پينځوؤ ورځو کې امريکايي جاسوسي الوتکو دپاکستان په خاوره کې دميزائيلو يو بريد کړى دى. دراپور له مخې دغه تړون دامريکا دځانگړو ځواکونو لخوا دځمکنو بريدونو دځنډولو په مهال شوى ؤ. دواشنگټن پوسټ ترمخه دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري په يوه مرکه کې ويلي وؤ دهغه حکومت دجاسوسي الوتکو له خوا دکيدونکو بريدونو په سختو ټکو کې غندنه کوي. راپور وايي ديو لوړپوړي پاکستاني چارواکي وينا ده دامريکا اؤ پاکستان ترمينځه دبريدونو په هکله ترسره شوى تړون په موجوده وضعيت کې مناسبه مينځومانه لار ده. دچارواکي له مخې پخواني جمهوررئيس پرويز مشرف دامريکا تش په خلۀ خدمت کړى دى ، ځکه هغه ته زړۀ پورې مرسته نۀ ورکړل کيده. ورځپاڼې دچارواکو له خلې ليکلي دي دپاکستان موجوده حکومت په عمل کې ځينې کارونه کړي دي ، ولې دهغې شاباشى نۀ اخلي. بلخوا پاکستان واېې چې دوی په موقتی ډول د خېبر ستراتېژېکه لاره د تېلو د وړلو د ټانکونو لپاره بنده کړی ده د تېلو د غه ټانکونه په افغانستان کې د امرېکا په مشرۍ قواو او د ناټوقواو ته تېل ور وړی. د پاکستان چارواکی واېې چې دوی هېله من دی چې دا مهمه لاره به د ددوشنبی په ورځ بېرته خلاصه کړی او دموټرونو له کاروان سره به وسله وله بدرگه ملگری وي. تېره اونی ېو کاروان چې په افغانستان کې ېې غربی قواو ته مهمات ور وړل د خېبر په قبېلوی علاقه کې پرې ناڅاپې حمله وشوه او دېارلس لارې ېې ونېولی. لارۍ بېاوروسته راپېدا شولې خو محتوېات ېې ترېنه لوټ شوی ول. په دغو لارې کې چې کوم مال راوړل کېږی هغه دتېرې اونی راهېسی په پېښور کې اېسار دی. د پاکستان چارواکی واېې چې دوی به دلارې په اوږدوکې نور امنېتی اقدامات وکړی وکړی او په لېرې پرتو غرنېو سېمو کې به هم امنېتی قواوې ځاې په ځاې کړی. بل پلو، امریکایي ځواکونه وایي د افغانستان په ختیځ کې د ائتلاف ځواکونو په یوه حمله کې پنځه وسله وال مخالفین وژلي او د هغه وسله وال مخالفه قوماندان چې د القاعده شبکې سره تړاو لري په نیولو کې هم مشري کړې. د امریکا په مشرۍ د ائتلاف ځواکونو د شنبې په ورځ د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې دا عملیات ترسره کړي دي. پدې عملیاتو کې اوه وسله وال مخالفین توقیف شوي دي. بل لور ته نن یکشنبې په هرات کې د اردو په کاروان د یو موټر بمي برید له امله د ائتلافي ځواکونو دوه عسکر ټپیان شوي دي. -
بېرته شاته