(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په جرګه بمي بريد اود غورماچ ولسوالې او شاولي کوټ کې بمبار

[06.Nov.2008 - 21:18] د باجوړايجنسۍ په سالارزوسيمه کې دقبائيلي لښکردمشرانوپه جرګه بمي بريدکې اته کسان وژل شوي اؤ٤٥نورژوبل شوي دي، دغه پيښه نن دزيارت په ورځ ۶/۱۱/۲۰۰۸ نیټه په سالارزوسيمه کې هغه مهال رامينځته شوه کله چې دقبائيلي لښکرمشران دجرګې په غرض خپلوکې راغونډشوي وؤ، سرچينووایی دايوځان مرګي بريدؤولې په دقيق ډول نۀ شي ويل کيدى چې ايادغه ځان مرګي بريدوکۀ بمي چاودنه؟ په پيښه کې ژوبل شوي کسان دتداوۍ لپاره دباجوړ خار روغتون ته رسؤل شوي چې دغلته هم دځينوحالت مرګونى ښودل کيږي ، بايدوويل شي باجوړايجنسۍ کې دتندلاروپه ضددعملياتولپاره دزرګونوقبائيلي وګړووسله وال لښکرجوړکړل شوى دى اؤلۀدې وړاندې هم ددغه لښکرڅوغړي دجنګياليولخواوژل شوي دي بلخوا د ایتلافي ځواکونو لخوا په هوایي برید کې نن د افغانستان شمالي لویدیځ برخې کې ١٥ طالبان او نزدې ووه ملکي وګړي وژل شوي دي. افغانستان کې موجود امریکایي ځواکونه وایي د دغو رپوټونو پلټنې کوي. چارواکو ترمخه پرون طالب جنګیالو دبادغیس ولایت په غورماچ ولسوالې کې د ناټو او افغان ځواکونو پر کاروان یو برید وکړو د څو ساعتو جګړې وروسته ایتلافي ځواکونو د هوایي حملې غوښتنه وکړه. دا پېښه په داسې حال کې مخې ته راغلې ده چې د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزی د امریکا د نوي ټاکل شوي جمهورئیس باراک اوباما نه غوښتنه کړې ده چې واک اخستو وروسته په افغانستان کې د ملکي خلکو وژل بند کړي. دکندهار ولايت د شاولي کوټ ولسوالۍ د وچ باغتو د سيمي اوسيدونکي رحمت الله په کندهار کي د دويچه ويلي آلمان ږغ راډيو خبريال ته د ټليفوپر کرښه وويل، چي د تيري دوشنبې په ورځ ماښام د ايتلاف په چوکاټ کي امريکايي ځواکونو د وچ باغتو په سيمه کي د واده پرمراسمو باندي بمبار وکړی چي له امله يې په لسګونو نارينه ،ښځينه ، کوچنيان او سپين ږيری وژل سوي او ټپيان سوي دي. هغه وويل :« په دغه پيښه کي له نوي څخه ترپنځه نوي پوري کسان وژل سوي او د پنځوسو څخه ترشپيتو کسانو پوري ټپيان سوي دي، داسي ګمان کيږي چي ډيری کسان به لااوس هم تر خاورو لاندي وي خلک يې پلټنه کوي، تربمبار مخکي هم امريکايانو پر دې سيمه بريد وکړی خو کله چي دشپې پردوې بجې بمبار وسو او د واده خلکو چي ډيری يې ښځي او کوچنيان وه، غوښتل چي له دې سيمي څخه وتښتي خو هغو امريکايانو چي پرمځکه وه د «اګايس»، وسلې په واسطه يې هغوی ټول شهيدان کړل » رحمت الله وويل داسي معلوميږي چي د ورکو کسانو سره د ټولو وژل سوو او ټپیانو شمير به تر دروسوو هم زياته وي. له بلي خوا د کندهار د ولايتي شورا ريس احمد ولي کرزی، چي پيښه تايدوي وايي چي د نوموړي پيښي زيات مسوليت د وسلوالو طالبانو په غاړه دی، ځکه د هغه په خبره.«د وچ باغتو په سيمه کي چي پر کوم ځای بمبار سوی دی هلته وسلوالو طالبانو موزې جوړي کړي وې او کله چي په سيمه کي پر امريکايانو باندي د ماين چاودنه وسوه، وروسته دلوړي خواڅخه طالبانو پرهغوی حمله هم کړې. نو بيا امريکايانو هوايي ځواکونه راغوښتي او بمبار ترسره سوی دی چي په نتيجه کي يې د واده خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده» - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته