(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د((سمسور)) انټرنېټپاڼې څلورمه كليزه دې ټولوته مبارك وي

[06.Nov.2008 - 21:00] په پښتو مينو ښاغليو گلرحمان حبيبي صاحب ، گرانو سمسور حبيبي او مړوند حبيبي . له هرڅه ړومبى زما نيكې هيلې او سلامونه ومنئ . د (( سمسور )) ښكلې او په زړه پورې انټرنېټپاڼې د پرليكه كېدو د څلورمې كليزې په مناسبت تاسو ، ټولو ليكوالو ، لوستونكو او فرهنگپالو افغانانو ته د زړه له تله مباركي وايم . ډېر د وياړ او خوشالۍ ځاى دى چې (( سمسور )) هم د نورو هېوادپالو او په زړه پورې افغان انټرنېټپاڼو لكه (( ټول افغان )) ، (( روهي )) ، (( تل افغان )) ، (( دعوت )) ، (( افغان ادبي بهير )) ، (( لر او بر افغانستان )) ،(( بېنوا )) ، (( ستوري )) ، (( غورځنگ )) ، (( اتل افغان )) ، (( هېواد )) ، (( پوهندوست )) (( د ساپي د پښتو څېړنو مركز )) او نورو لسهاوو پاڼو په څېر خپل هېوادني فرهنگ ته د چوپړ سپېڅلې لاره خپله كړې او په دې لاره كې يې هر ډول زيار ، هاند او هڅې ته كلكه ملا تړلې ده . پښتني كولتور او ژبې ته ستاسو نه ستړې كېدونكې هلې ځلې د ډېرې ستاينې او قدر وړ دي . زه تاسو ټولو ته په دې سپېڅلي خدمت كې برياوې او لاپرمختگ غواړم . لوى څښتن تعالى دې ستاسو ټولو په مټو بركت كړي . په درناوي محمد طاهر كاڼى ۲۰۰۸ - ۱۱ - ۴ - محمد طاهر كاڼى
بېرته شاته