(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دزلزلې دوژل شوؤ شميره ٢� � کسانو ته رسيدلې او او کابل کی ځانمرګي بريد شوی

[30.Oct.2008 - 15:23] 30.10.2008:په بلوچستان کې دزلزلې له امله دوژل شوؤ شميره ٢� � ؤ څخه اوښتې ده اؤ زيارت سيمه کې ١٥� کسان په ګډه خاورو ته وسپارل شول. دپوليسو له مخې دويرونکې زلزلې له امله دبلوچستان زيارت، خواص، ورشوم کلو کې ترټولو زياته تباهي شوې ده چرته چې ٣� � کورونه په بشپړ ډول راپريوتي دي اؤ دملبې څخه اوس هم مړي اؤ ټپيان راويستل کيږي. بلوچستان کې دزلزلې څخه وروسته خلک سختې ويرې ترهې سره مخ دي اؤ دسختې يخنۍ باوجود يې بيګانۍ شپه په ډاګه تيره کړه. زلزله ځپلو سيمو کې دبيارغونې کارونه په تيزۍ سره روان دي اؤ دصوبې ټولو ضلعي مرکزونو کې امدادي کيمپونه لګول شوي دي. همدغه راز دپاکستان مختلفو سياسي ګوندونو لخوا امدادي کيمپونه لګول شوي دي اؤ دپاک پوځ اؤ مليشې ځواکونو اغيزمنو سيمو کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړى دى خو دتيليفوني نظام تباه کيدو له امله خرکوزيي اؤ کورت په ګډون ګڼو سيمو کې تراوسه دامدادي کارونه نۀ دي پيل شوي. له زلزلې څخه وروسته دصوبې مختلفو روغتونونو ته تراوسه ٤� � ټپيان وړل شوي دي اؤ ټولو اغيزمنو کسانو ته روغتونونو کې ويړيا دارودرمل ورکول کيږي. په اسلام اباد کې داطلاعاتو اؤ نشریاتو وزيرې میرمن شيري رحمان دبلوچستان زلزله ځپلو په هکله ژورنالستانو ته وويل ټولو اغيزمنو سيمو کې دارودرمل، خيمې، ګرمې کمبلې اؤ جامې ويشل کيږي اؤ له دې پرته خوراکي مواد هم دغو سيمو ته رسول شوي دي. بلخوا په کابل کې نن دزيارت په ورځ داطلاعاتو اؤ کلتور وزارت دننه ځانمرګي بريد کې لږ ترلږه ٥ کسان وژل شوي دي خو داطلاعاتو اؤ کلتور وزير له چاؤدنې څخه روغ وتلى دى. طالبانو ددغه ځانمرګي بريد مسؤليت پخپله غاړه اخستى دى. په کابل کې دپوليس مرستيال مشر جنرال علي شاه احمدزي وويل چاؤدنه کې ديوې ښځې په ګډون ٣تنه وژل شوي دي اؤ ٥ نور ژوبل شوي دي. ښاغلي احمدزي وويل ددغه بريد په هکله دا نۀ شي ويلى چې ځانمرګى ؤ که نه. له چاؤدنې وروسته افغاني عسکرو سيمه پخپله ولکه کې اخستې اؤ امدادي هلې ځلې پيل شوي دي. دچاؤدنې دشدت له امله دوزارت ماڼۍ شيشې ماتې شوې اؤشاوخوا ځائيونو ته زيان رسيدلى دى. دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وويل زمونږ ٢ؤ جنګيالو د ماڼۍ مخې ته پر ولاړ ساتونکي ډزې پيل کړې چې دغه شان ددريم لپاره دننه ځان الوځونې ته لاره هواره کړي. داطلاعاتو او کولتور دوزارت دغه ماڼۍ دښار مرکز اؤ د جمهوررئيس دماڼۍ څخه په لږه فاصله کې پرته ده. ــ وی او ای. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته