(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پاکستان قبائيلي لښکرو ته دوسلو ورکولو پريکړه کړې

[24.Oct.2008 - 10:43] 24.10.2008:امريکايي ورځپاڼې واشنگټن پوسټ پخپل يو راپور کې ويلي دي په قبائيلي سيمو کې دترهه گرو دنوغي ويستو دپاره دپاکستان حکومت قبائيلي لښکرو ته دوسلو ورکولو پريکړه کړې ده. واشنگټن پوسټ دامريکايي پوځي چارواکو له خلې په راپور کې ليکلي دي دپاکستان حکومت به دترهه گرو په ضد په قبائيلي سيمو کې جوړو شوؤ لښکرونو ته کلاشنکوفې ورکوي ، ترڅو دغه لښکرې دخپلو سيمو څخه دورانکارو اؤ ترهه گرو نوغى وباسي. راپور زياتوي لښکرو ته دوسلو ورکولو دپاره دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري اوس اوس چين ته دخپل ترسره شوي سفر په مهال چيني چارواکو سره دوسلو داخستو په هکله چارې فيصله کړي دي. بل لوري ته همدغه ورځپاڼې دامريکايي چارواکو له خلې ادعا کړې ده چې په قبائيلي سيمو کې امنيتي ځواکونو ته دترهه گرۍ په ضد دجنگيدلو دپاره دروزنې ورکولو په غرض پاکستان امريکايي پوځ ته پخپله خاوره کې دمرکز جوړولو اجازه ورکړې ده. دامريکايي پوځ جنرال ډيوډ پيټرس به په روانه مياشت کې دخپلې نوې دندې ترلاسه کولو څخه وروسته دپاکستان سفر کوي اؤ پاکستاني چارواکو سره به دترهه گرۍ په ضد په روانه جگړه خبرې کوي. همدغه راز ټاکل شوې ده دپاکستان د استخباراتي شبکې ايي ايس ايي نوى مشر ليفټننټ جنرال احمدشجاع پاشا به روانه اوونۍ کې په واشنگټن کې دامريکايي سي ايي اى دمشر مائيکل هيډن سره ليدل کوي. وی اوای. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته