(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

باچا خان باندې په انگریزي ژبه فلم به په نیویارک کې وړاندې کېږي

[24.Oct.2008 - 10:24] 24.10.2008:د خدایي خدمتگار تحریک باني او پښتون ملت مشر خدایې بخښلي باچا خان ژوند او هلوځلو باندې دغه فلم" فرنټیر گاندهی " نومیږي او په اتم نومبر به په نیویارک کې نندارې ته وړاندې کېږي.
ددغه فلم ليکواله ټي سي ميکلوهان ده چې له دې وړاندې يې هم دوه فلمونه اؤ څو ناولې ليکلي دي. امریکایي ورځپاڼه لاس اینجلس ټائمز وایي دباچا خان په هکله ددغه فلم په جوړيدو ٢١ کاله وخت مصرف کړل شوى دى اؤ ددې فلم په جوړولو کې ليکواله اؤ فلم سازه ديو لړ ستونزو سره مخ شوې وه. نوموړې ددغه فلم جوړولو دپاره څو څو کرته افغانستان ته دکړکيچ اؤ ستونزو څخه ډک سفرونه کړي اؤ هغه هاغه ځايې ته يې ځان رسولى دى چې دباچاخان په هکله ورته څه ناڅه معلومات ترلاسه کيدى شول ، حتى ټي سي ميکلوهان هاغه مهال هم ددغه فلم جوړولو په لړ کې دافغانستان دننه موجوده وه کله چې د٩م ستمبر له پيښې وروسته امريکايي ځواکونو په افغانستان بريد کړى ؤ اؤ په دغه هيواد کې هر لوري ته دجنګ اورونه بل وؤ. ددې فلم شوټنګ په پاکستان په خاص ډول دپښتونخوا صوبی ، افغانستان اؤ هندوستان کې شوى دى. دفلم ليکونکې وايي هغې چې ددې فلم دقيصې راټولولو لپاره دسيمې څومره سفرونه کړي اؤ دکومو حالاتو سره مخ شوې ده هغه پخپله هم يوه قيصه ده. نوموړې وايي هغه دفلم جوړولو په غرض شپږ ځله دخيبر په دره اوښتلې ده اؤ دطالبانو دحکومت په وخت کې چې يې کله په دې فلم کار کولو نو دطالبانو له ويرې يې دافغاني فلمي هنرمندانو سره پناه اخستې وه. دټي سي ميکلوهان سره ددې فلم په جوړولو کې دهندوستان يو فلم ساز چې دجنګ جګړو دفلمونو په جوړولو کې زيات مهارت لري هم زيات لاس امداد کړى دى. دوه شپيتۀ کلنه ميکلوهان وايي ددې فلم سوچ هغې ته په کال ١٩٨٧ء کې هغه وخت ورغلى ؤ چې کله ورته داکنيت ازوارن نومې يو ليکوال لخوا دباچا خان په هکله دهغه ليکل شوى کتاب ”داسلام امن خوښى سپاهي “ دلوستلو دپاره ورکړل شو. ميکلوهان زياتوي کله چې يې دغه کتاب ولوستو نو دې نتيجې ته ورسيده چې باچا خان لکه دګاندهي په څير دعدم تشدد دفلسفې يو ستر منونکى دى اؤ ډير پښتانۀ يې دخپلو رواياتو اؤ نفسياتو برعکس دصبر، زغم ، علم اؤ پوهې طرفته راګرځولي وؤ. دفلم ليکونکې وايي هغې ته سوچ پيدا شو چې ولې دباچا خان په څير لوړ شخصيت لکه دګاندهي په ټوله نړۍ کې دخلکو دنظر څخه پناه دى اؤ دهغه په هکله زيات معلومات نۀ لري. همدغه سوچ نوموړې دې ته ولمسوله چې هغه دباچاخان دژوند اؤ دعدم تشدد دفلسفې په هکله يو فلم جوړ کړي اؤ باچا خان په نړۍ وپيژني. ټي سي ميکلوهان وايي هغې ددې فلم دجوړولو په لړ کې دافغان جمهوررئيس حامد کرزي څخه هم تاثرات اخستي دي اؤ حامد کرزي ورته ويلي دي کله چې هغه دباچاخان سره په لمړي ځل ليدل نو ډير کم عمره ؤ خو بيا هم دباچاخا ن اؤ حامد کرزي دليدنې په هکله احوال دفلم کتونکو لپاره دځانګړې خوښۍ وړ دى. همدغه راز دپاکستان پخواني جمهوررئيس پرويز مشرف هم دباچاخان په هکله خپل تاثرات ورکړي دي، خو هغه باچاخان يو وطن خوښى شخصيت نۀ ګڼي ، ولې دفلم ليکواله وايي باچاخان دوطن سره ريښتونې مينه لرله. دغه فلم به دمهندره ، برصغير ، امريکا ، ارټس کونسل فلم فيسټول کې نندارې ته وړاندې کيږي. په فلم کې په دې خبره زيات زور راوړل شوى دى چې دباچاخان اؤ ګاندهي دعدم تشدد فلسفې ديو بل سره زيات يو شان والى لرلو خو ولې باچاخان دغه فلسفه دګاندهي څخه نۀ وه اخستې بلکې هغه چې لا ځلمى ؤ نودعدم تشدد دفلسفې منونکى ؤ. ټي سي ميکلوهان په دغه فلم کې دهاغه خدايي خدمتګارو مرکې هم کړي دي چې دباچاخان سره په خدايي خدمتګار تحريک کې څنګ په څنګ ملګري پاتې شوي دي. ټي سي ميکلوهان وايي دغه خدايي خدمتګارو به دخامتا سرې جامې اچولې اؤ دباچاخان سره به يې په خدايي خدمتګار تحريک کې دوفا کولو يوه لوړه کوله اؤ دغه لوړه ددې فلم دشاعرۍ يوه مهمه برخه ده. دټي سي ميکلوهان له مخې هغې ددې فلم جوړولو په لړ کې ٨٢ خدايي خدمتګار اوس هم داسې موندلي چې عمرونه يې د ٩� کالو څخه اوښتي وؤ اؤ دباچاخان په هکله ورته ډيرې خاطرې يادې وې. په دغه خدايي خدمتګارو کې 5 ښځې هم وې اؤ هغو ټولو دباچاخان په هکله خپل تاثرات ورکړي دي. ټي سي ميکلوهان وايي په فلم کې به دباچاخان داواز ډبنګ دهندوستان فلمي هنرمند اوم پوري کوي. ټي سي ميکلوهان دباچاخان دعدم تشدد دفلسفې ذکر په ځانګړي ډول کوي اؤ وايي باچاخان به خپلو ملګرو ته ويل دعدم تشدد مقصد صبر کول دي. د باچا خان په هکله امریکایي ورځپاڼه لاس اینجلس ټائمز نن سبا چې دپاکستان په قبائيلي سيمو کې داړي ګړي ، ځانمرګي بريدونو، پوځي عملياتو اؤ ترهه ګرۍ کوم بهير را الوتلى دى دهغې له امله دټولې نړۍ پام دې لوري ته راګرځيدلى دى اؤ داسې ګڼل کيږي چې ګنې جنګ جګړې اؤ ماته ګډه کول دپښتنو روايات راروان دي خو باچاخان چې دپښتنو يو ستر قباييلي مشر ؤ98 نوي کاله عمر يې لرلو اؤ دخپل ژوند درې برخې عمر يې دزندان دتورو تمبو شاته تير کړى ؤ. په 1988ء کې پيښور کې پحق رسيدلى ؤ. نوموړى دعوامي نيشنل ګوند بنسټ ايښودونکى ؤ، دغه ګوند هڅې کوي چې قبائيل خپلو کې يو موټى اؤ اتفاق شي. دغه لويې شخصيت په غرب کې ډير کم پيژندل کيږي. باچاخان پښتنو ته دعدم تشدد فلسفه وړاندې کړې وه اؤ هغوي يې په دې خبره پوهه کړي وؤ چې جنګ جګړې اؤ وژنې داسلامي احکاماتو په ضد عمل دى اؤ اسلام يې هيڅ کله طرفداري نۀ کوي. باچاخان پخپل اولس کې دفرنټئير دګاندهي په نوم شهرت لرلو ددې وجه دا وه چې ګاندهي کومه دعدم تشدد فلسفه وړاندې کړې وه ، باچاخان دهغې دپاره اسلام ملاتړ ترلاسه کړى ؤ. وی او ای .
THE FRONTIER GANDHI: BADSHAH KHAN, A TORCH FOR PEACE T.C. McLuhan, USA/Canada, 2008; 91 minutes. North American Premiere. In English, Hindi, Urdu, Pashto, Dari, with English subtitles Synopsis: The extraordinary story of the Muslim peacemaker born into the inconceivable violence of Pashtun warrior society of the North-West Frontier Province of Pakistan is the dramatic subject of T.C. McLuhan’s documentary, 21 years in the making. Pronounced "a miracle" by Mahatma Gandhi, Badshah Khan raised a 100,000 strong non-violent army of men, women, and youngsters from many religious backgrounds in his fight for Indian independence and religious tolerance, earning him two nominations for the Nobel Peace Prize. Shot in India, Pakistan and Afghanistan, the eye-opening and poignant story that the film tells also includes rare historical footage, remarkably candid interviews from world leaders and a score by David Amram, the acclaimed composer and pioneer of World Music. Director: Teri McLuhan T.C. (Teri) McLuhan is an international award-winning filmmaker. Her films include The Shadow Catcher and The Third Walker. She is a bestselling author and has written five books on global culture. They include Touch the Earth, Dream Tracks, The Way of the Earth, and Cathedrals of the Spirit. Lecturer and consultant on environmental and media issues for local and global audiences, Ms. McLuhan makes her home in New York City. Special Screening followed by World Beat Concert – a live concert by David Amram & musicians: The Allen Room, Frederick P. Rose Hall, home of Jazz at Lincoln Center. Saturday, November 8 at 6 PM. Tickets: $25 public / $18 Students with ID Tickets for Jazz at Lincoln Center General Screening Venue: Tribeca Cinemas 2. Sunday, November 9 at 3 PM. Tickets for Tribeca Cinemas - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته