(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتنو په قامی مشرانو باندی دبریدونوغندنه

[20.Oct.2008 - 11:46] 20.10.2008: د سوات په سیلانی سیمه، مټه کي د پښتنود سیاسی او روحانی مشر د پښتون قامي وحدت دستر لاښود، لیکوال ، ملی مبارز او دقام پرسته عوامي نشنل ګوند مرکزي مشر ښاغلي خان لالا محمد افضل خان د «جالی ګودر» بڼ چی دمټی د درشخیله په سیمه کی د سوات د سیند په سر په ډیره ښکلی او زړه راښکونکی بڼه جوړ شوی وو په ۱۹/۱۰/۲۰۰۸ نیټه د اتوار (یکشنبی ) په ورځ د شپی له خوا د نا پیژندل شوؤ،شرخوښو او د پښتنو د دښمنانو له خوا وسیزل شو.لدی وړاندی مټه کي د خان لالا مارکیټ هم دپښتنو د دښمنانو له خوا سیزل شوی ؤ The militants blew up a tourist resort owned by central leader of the Awami National Party and former federal minister, Afzal Khan Lala, in Jali Gudar area of the Matta Tehsil. militants in Matta Tehsil blew up a market owned by ANP veteran Afzal Khan Lala همدا راز د ۲۰۰۷ ع کال د سپتمبر په ۲۱ نېټه دروژی د میاشتی په نهمه ورځ د سوات د مټی د بیدری په علاقه کې ښاغلی محمدافضل خان « خان لالا » باندی د پښتون قام د دښمنانو له خوا ناروا، بې غیرته ، نا ځوانه ، غیراسلامی او غلچکی مرګونی برید وشو چې له امله يې ډریور اودوه ملګري شهیدان شول خان لالا او نور څلور ملګری یی سخت ټپيان شول، د ۲۰۰۸ ع کال د جنورۍپه ۲۴ نېټه د سوات د مټی په علاقه کې د پښتون قام د دښمنانو له خوا د خان لالا دکورنۍ درې غړي ،دمټی دیونین کونسل نایب ناظم محمد ‌زاکرخان په ګډون د هغه ورور او یو د تره ځوی شهیدان شول ،همدا راز د عوامی نیشنل ګوند دضلعی ناظم بخت بیدار په ګډون اوه تنه نورسیاستوال هم شهیدان شوی دی. د ۲۰۰۸ ع کال د اګست د میاشتی په ۱۲ مه نیټه د شپی په یوه نیمه بجه په درشخیله کي د ښاغلي خان لالا محمد افضل خان او د خان لالا د وراره جبار خان په کورونو دپښتون قوم ددښمنانو له خوا د راکټ لانچرونو غلچکی بریدوشو چی د کورونو ودانیو ته یی زیان ورساوه. څو میاشتی وړاندی د ۲۰۰۸ ع کال د فبرورۍپه ۹ نېټه دچارسدې د شبقدر سره نژدی د ناكۍ په علاقه کې د دعوامى نيشنل پارټۍ (ANP) د ټاکنو د کمپاین په غونډه کی چاودنه یا ځانمرګى برید تر سره شو چی ګڼ بی ګناه پښتنا نه پکی شهیدان او ټپيان شول. په ۲/۱۰/۲۰۰۸ ع کال دزيارت یا پنجشنبی په ورځ په چارسده ولي باغ کې دعوامي نيشنل ګوند(ANP) او د پښتنو قامی مشراسفنديارولي خان په کورځانمرګي بريدشوى دى چې 6 بی ګناه کسان پکې شهیدان اؤګڼ نورژوبل شول خوپخپله اسفنديار ولی خان ددغه بريدڅخه روغ وتلى. همدا راز دپښتون قوم ددښمنانو له خوا د کوزی پښتونخوا په خیبر ایجنسئ، کرمی ایجنسئ،باجوړ ایجنسئ ،مومندو ایجنسئ او نورو سیمو اوځایونو کی په زرګونو پښتنو قامی ،سیاسی او روحانی مشرانو ته دسر او مال زښت ډیر زیانونه رسیدلی دی. په بره پښتونخوا کی هم دی ته ورته زړه دردونکی پیښي شوی دی. د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP) چې د پښتنو رسالت ورپغاړه دی پدی باور لری چې د پښتون قام شعوری دښمنان به پښتنو ته په ځانی او مالی زیانونو سره هیڅکله خپلو شومو، پر دوپالو موخو ته ونه رسيږی اود پښتون قام او د پښتنو مشران به هیڅوک په داسی غیر انسانی او ناځوانه بریدونو او ولس وژنو د خپل مرام او مقصد څخه په شا نه کړی . د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP) د پښتنو په قامی مشرانو باندی ناروا، نا ځوانه ، غیراسلامی او غلچکی مرګونی بریدونه په کلکه سره غندی او د پښتنو د ایالتی حکومت په وزیر اعلی ښاغلی امیر حیدر خان هوتی غږ کوی چې د تاریخ په دی حساس وخت کې د پښتنو قامی، سیاسی او روحانی مشرانو ځان او مال ساتنی ته په زغرده سره پوره پوره پاملرنه وکړی. په درناوی د پښتنوټولنیزولسولیز ګوندمشرتابه دوتر - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته