(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طالبان روغې ته تیارشول

[16.Oct.2008 - 20:03] تاند: 16.10.2008په وزیرستان کې د طالبانوترټولو د لویې ډلې (تحریک طالبان پاکستان) ویندوی مولوی عمر وویل چې که حکومت له دوی سره اوربند وکړي طالبان چمتو دي چې وسله پرمځکه کښېږدي اوخبرو اترو ته کښېني . دطالبانو ویندوی مولوی عمر له ناڅرګندځایه د بي بي سي اردوسرویس ته په ټېلفون کې وویل چې طالبان تیاردي چې له قبایلي سیموبهرنیان وباسي اوپه افغانستان کې له لاسوهنې لاس واخلي . دا لومړی ځل دی چې دبیت الله مسید په مشرۍ طالبان په افغانستان کې له لاسوهنې څخه لاس اخیستوته چمتووالی ښيي . ښاغلي عمر وویل که دپاکستان حکومت له قوې څخه کاراخیستل بس کړي موږ اونورطالبان پوی خلک دي اود خپل هیواد په بشپړتیا(سلامتۍ) اوبقا پوهېږو.موږهم له حکومت سره خبرو ته تیاریواوحملې بس کوو. هغه وویل که څه هم په سوات کې طالبانود سرحد ایالت له حکومت سره خبرې وکړې خو ناکامې شوې خو بیا هم طالبان تیا ردي چې دعوامي نشنل ګوند په مشرۍ د سرحد ایالت له حکومت سره خبرې وکړي . هغه همداراز وویل کله چې یوه ستونزو په خبرو حل کېدای شي ،وسلې ته اړتیا نشته اودوی تیار دي چې وسله څنګ ته پرېږدي . مولوي عمر وویل چې له قبایلي سیمو څخه دبهرنیانو ایستلواود افغانستان په چارو کې نه مداخلې ته هم تیار دی . هغه حتی وویل چې دوی چمتو دي چې دپاکستان له خاورې څخه افغانستان ته دنوروطالبانواوبهرنیانود تګ مخه ونیسي اوپه دې برخه کې ضمانت ورکړي .دپاکستاني طالبانوویندوی په عین حال کې وویل چې په افغانستان کې جنګېدونکي طالبان پیاوړي دي اومرستې ته اړتیا نه لري . د پاکستاني طالبانوویندوی چې پخوا یې عملاً دپاکستان دپوځ لپاره دچیچنایيي اوازبک طالبانوپرضد جګړې کړي ،د دې پوښتنې په ځواب کې چې که دافغانستان طالبانوورڅخه مرسته وغوښته نوایا دوی به ورسره مرسته وکړي ، وویل :موږبه په دې هکله له خلکو سره سلامشوره وکړو. د طالبانوویندوی همداراز وویل چې دخپل دریځ داعلانولولپاره تیار دی چې اسلام اباد ته لاړ شي اودپاکستان په پارلمان کې خبرې وکړي . بلخوا په رياض کې ديپلوماتانود (چهارشنبی په ورځ 15.10.2008) وويل سعودي عربستان د دې لپاره د وسله والوطالبانواو دافغانستان دچارواکوترمنځ منځګړتوب کوي چې خپل متحد هيواد پاکستان په تاوتريخوالو کې له ډوپېدوراوګرځوي اوطالبان له القاعده شبکې څخه رابېل کړي . له رياض څخه د رويټرزخبري آژانس د راپورله مخې ديپلوماتانووويل سعودي عربستان وېره لري چې دالقاعده اوطالبانوپه ګډون سخت دريځي قوتونه په پاکستان کې دبې ثباتۍ په راوستلوکې بريالي کېږي . طالبانواودافغانستان دحکومت استازو د روژې په وروستيو کې دسعودي عربستان په مکې ښارکې د روژه ماتې په يوې مېلمستيا کې چې دملک عبدالله له لوري ورکړاى شوې وه ،ګډون کړى وو. افغان چارواکو اوطالبانوتراوسه پوري په زغرده نه دي ويلي چې دوى د سولې اوپخلاينې خبرې کړي خوپه رياض کې مېشتوديپلوماتانواوله موضوع خبرو سعودي کارپوهانوهيله څرګنده کړې چې د پاکستان دژغورلولپاره به دطالبانواو القاعده ترمنځ اړيکې وشلېږي . د رويټرزخبري اژانس د راپورله مخې يوۀ ديپلومات چې په مکې کې يې دطالبانواوافغان چارواکود خبرواتروپه باب مالومات لرل، په دې شرط چې نوم به يې نه اخيستل کېږي وويل : دوى (سعودي عربستان)غواړي چې له پاکستان سره مرسته وکړي ځکه چې دپاکستان له راتلونکي اندېښنه لري.دا منځګړتوب په پاکستان کې دثبات راوستلو لپاره دى . د سعودي عربستان په منځګړتوب دطالبانواودافغانستان دحکومت داستازو له خبرو وروسته امريکا اوبريتانيا له طالبانوسره دخبرو ملاتړ وکړ. دامريکا د دفاع وزيررابرت ګېټس وويل که دافغانستان حکومت د شخړې دپاى ته رسولولپاره له طالبانوسره خبرو ته دوام ورکړي امريکا هم تياره ده چې له طالبانوسره پخلا شي . په افغانستان کې دبريتانايي ځواکونوقومندان مارک کارلټن سميت اودافغانستان لپاره دملګروملتوخاص استازي وويل چې دافغانستان جګړه ګټل کېداى نه شي اوله طالبانوسره خبرې کېداى شي دافغانستان دشخړې دپاى ته رسېدو لپاره ډېررول ولري . د رويټرزخبري اژانس د راپورله مخې سرچنې وايي چې له طالبانوسره دخبرو،تابيا(بندبست)، چې لا په لومړنيوپړاوونو کې دي ،دسعودي عربستان داستخباراتورئيس شهزاده مقرين اود دغه هيواد داستخباراتومخکيني مشرشهزاده تورکي الفيصل کړې وه . يوۀ بل ديپلومات وويل چې سعودي په پام کې لري چې طالبان له هغو سخت دريځو عناصرورابېل کړي چې له القاعده شبکې سره تارلري اوپرانتحاري حملو باورلري . دسعودي عربستان د الوطن ورځپاڼې چلوونکى جمال خشوقي وايي افغانانو(چارواکواوطالبانو)له سعودي مشرانو، استخباراتي مقاماتواودمصرد منلي ديني عالم يوسف قرضاوي په شمول له ديني عالمانوسره وکتل. خشوقي وايي مشکل دطالبانوپه موجوديت کې نه دى ،ستونزه دالقاعده شبکې له تاکتيکونوراولاړه شوې چې که نورې ريښې هم وځغلوي کېداى شي پاکستان ويجاړکړي . هغه همداراز وايي نپوهېږم چې دا پروګرام چا پيل کړى خوپه پاکستان کې حالات په رښتيا مخ په خرابېدو دي چې دا دسعودي له ملي ګټوسره سر نه خوري . ازهرشریف طالبانو او افغان حکومت ته دسولې دخبرو بلنه ورکړه د ازهر شریف سترمفتي شیخ محمد سید ‌طنطاوي دافغانستان د حکومت او طالبانو د روغې جوړې د خبرو هرکلی وکړ. ده ازادۍ راډیو ته څرګنده کړه چې د مسلمانانو ترمنځ جګړه د صحیح حدیث شریف له مخې کفر ده نو د حامد کرزي په مشرۍ دحکومتي چارواکو او وسله والو طالبانو ترمنځ د عربستان د پآچا عبداله بن عبدالعزیز منځګړیتوب ستایي. دازهرشریف لوی مفتي همداراز وړاندیز وکړ چې د ټولو اسلامي ټولنو چې په سر کې یې ازهرشریف راځي دا مسوولیت دی چې په افغانستان کې د سولې په برخه کې مرسته وکړي. د ازهر شریف پوهنتون په نولس سوه پنځه اویا میلادي کال کې فاطمیانو تاسیس کړی دی له هغه وخته ترننه په ټول عالم اسلام کې د یوې اساسي فقهي او اجتهادي مرجع په صفت پیژندل شوی دی، ددې علمي مرکز د شیخ خبرې ډیرې مهمې دي په تیره بیا دافغانستان لپآره چې مطلق اکثریت پکې مسلمانان دي خو اوس دحامد کرزي په مشرۍ دحکومت او د وسله والو طالبانو دنده ده چې له دغسې معتبرې منبع سره اړیکي ټینګ کړي او د سولې په برخه کې خپلې ستونزې ورسره شریکې کړي. کله چې ستونزې پیدا کیږي نو تل دریم ګړی ژر ستونزې حل کولای شي، د افغانستان د ستونزې دحل لپاره یو شمیر ګاونډي او نژدې هیوادونه هم چمتو دي چې منځګړیتوب وکړي خو دغه هیوادونه او پکې سیاسي ډلې خپلې ګټې لري اما د ازهر شریف د شیخ په څیر څیرې کله هم ښایي د خیر له خبرې پرته پر افغانانو بدي ونه لوروي. تاند له حکومت او طالبه دا هیله لري چې بس دی په جګړې نه شل کیږي، ترکله به افغانان مري راځی شرطونه پریږدﺉ خبره په روغه جوړه حل کړﺉ که افغان غیرت مو سترګو ته دریږي هغه دی د ازهر د - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته