(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپاکستاني علماؤ کونسل ځانمرگي بريدونه حرام گرځولي دي

[15.Oct.2008 - 17:24] دپاکستاني علماؤ تنظيم (متحده علماء کونسل ) ځانمرگي بريدونه دشريعت په ضد عمل بللى دى اؤ وايي ځانمرگي بريدونه جهاد گڼل حرام کار دى. گډه اعلاميه کې دمتحده علماء کونسل مشر مولانا فضل کريم وويل دکونسل غونډ کې وويل شول چې متحده علماء به د خپلو بيلا بيلو غونډو جوړولو په ترڅ کې دامنيت دټينگښت په اړه حکومت ته وړانديزونه کوي. هغۀ وويل علماء کرامو په هر سخت وخت کې داولس لارښودنه کړې ده. دهغۀ وينا وه متحده علماء کونسل داوقافو په اساس نۀ دى جوړ کړل شوى بلکې ددې دجوړښت مقصد دهر مکتب فکرلرونکي علما په يوه ليکه اودرول دي. دمتحده علماء کونسل غونډه کې مولانا ميا نعيم ، مولانا عبدالوهاب، خضر حيات گوندل، منصوراحمد، ميجر مشتاق په شمول جيد علماء کرامو اؤ مهمو اشخاصو گډون وکړو. بلخوا پاکستاني طالبانو دمتحده علما کونسل لخوا ځانمرگي بريدونه دحرام گرځولو په فتوه دغبرگون ښکاره کولو په ترڅ کې ويلي دي هغوي ځانمرگي نۀ بلکې فدايي بريدونه کوي، چې مقصد يې امريکا اؤ دهغې ائتلافيان په نخښه کول دي. د سوات د طالبانو وياند حاجي مسلم خان برتانوي راډيو سره په خبرو کې وويل ځانمرگي بريدونه مونږ هم حرام گڼو خو بايد په ځانمرگي اؤ فدايي بريد کې فرق وکړى شي. کوم خلک چې دامريکا په وينا پخپلو خلکو بمونه غورځوي اؤ دهغوي دکورونو اؤ سيمو څخه شړل کيږي ددغسې خلکو په ضد بريدونه جائز دي. هغۀ وويل نوموړي مفتي ته له فتوي جاري کولو څخه وړاندې دسوات اؤ باجوړ چکر لگول پکار وؤ ، چې دغه شان هغه پخپلو سترگو ليدلى وى چې هلته پاکستاني پوځيان دامريکا په وينا دخپلو خلکو په ضد کوم رقم عمليات کوي. څو ورځی دمخه بره اورکزئ ايجنسۍ کې په يوه قامي جرگه کې ترسره شوي ځانمرگي بريد کې دوژل شوؤ کسانو شميره د ٥� ؤ ته اوختلی ده اؤ ژوبلو کې دزياترو حالت مرگونى ښودل کيږي. په دغه ځانمرگي بريد کې دوژل شوؤ ٥٤ؤ کسانو پيژندگلو شوې ده چې په بيلا بيلو سيمو کې خاورو ته سپارل شوي دي. په وژل شوؤ کې د١٣ؤ کسانو تعلق دډيري نومې سيمې سره دى. عيني شاهدان وايي ٢٥ ؤکسان دپيښې ځايې اؤ دحادزيي روغتون کې ساه ورکړې ده اؤ ١٥ؤ کسانودکوهاټ اؤ هنگو روغتونونو څخه پرته لاره کې خپل ژوند دلاسه ورکړى دى. داورکزئ ايجنسۍ د شمالي وزيرستان سره په پوله پرته ده، ځايې قبائيلو څو ورځی دمخه دطالبانو په ضد دلښکر جوړولو په غرض يوه جرگه کوله چې پکې لږ ترلږه ٦� � کسانو برخه درلوده. ددغه جرگې يو غړي انارگل وويل جرگه کې دطالبانو په ضدلښکر جوړولو لپاره کړنلاره جوړيده چې په دغه مهال يو ځانمرگي خپل گاډى دجرگې سره خوا کې والوځولو. ـ وی او ای ـ- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته