(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

«مينه» د خپرېدونکې مياشتنۍ ميني مجلې شپږمه او اومه ګڼه چاپ او په ليکه شوه

[08.Oct.2008 - 10:26] د پښتونخوا له زړۀ پېښور نه د خپرېدونکې مياشتنۍ ميني مجلې شپږمه او اومه پرله پسې ګڼه يعنې د وړومبي ١٣٨٧ هجري نمريز کال د وږي او تلې د مياشتې پرله پسې شپږمه او اومه ګڼه چاپ او په ليکه شوه. همدارنګ بل زېرے دا چې د اردو ژبې لوستونکو لخوا د زياتو غوښتنو له مخې له همدې ګڼې څخه د مينې د اردو برخې پېل هم وشو چې هيله ده د قدرمنو مينه والو د پام او استفادې وړ به وګرځې او مونږ ته به د پښتو او اردو دواړو برخو په حقله خپل نظرونه ، وړانديزونه، انتقادونه او راې راولېږي. مونږ به يې په سر سترګو ومنو. همدا شان له ټولو قدرمنو لوستونکو په خاصه توګه د قلم له خاوندانو څخه غواړو چې د راتلونکې ګڼې لپاره خپلې د هر ډول نثري او نظمي مذهبي، قومي، ادبي، کلتوري، اجتماعي او سائېنسي ليکنې راوليږي چې پرې راتلونکې ګڼه لا زياته ښائسته او ښکلې کړو. ستاسو د هر ډول ليکنو ته سترګې په لاره د مينې مجلې چلوونکي ملګري پته: دفتر مياشتنۍ (( مينه )) معرفت اهلبېت پښتو اکېډيمي کوڅه نمبر ٢ غريب اباد روډ ډاکخانه تهکال بالا شاهين ټاؤن پېښور- پښتو برېښناليک:E-mail: [email protected] ټېلفون: ٧١١٤٥٦٦ ګرځنده: � ٣٤٥٩� ٤٧٥٨٤ ټېلفون:7114546 ګرځنده:3459047584 پښتو وېبپاڼه:

meenaPUKHTO.blogfa.com

اردو وېبپاڼه:

meenaURDU.blogfa.com

Meena, De Khparedunke Myashtanay Meeney Majaley Shpagama Au Uma Gana Chap Au Parleeka Shwa-
بېرته شاته