(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د جرمنی د کولن په ښار کی ادبـی ماښامی جوړشو

[06.Oct.2008 - 23:04] په جرمنی کی دکونړ د ځوانانو کولتوری ټولنی د2008ع کال د اکتوبر د میاشتی په څلورمه (4 مه) نیټه دخالی (شنبی) په ورځ دپښتو ژبـی د خوږ ژبي وتلي شاعر،لیکوال اوکیسه لیکونکی ښاغلي محمداجان «یار» د ادبی چوپړ د درناوی او لمانځنی په موخه د کولن په ښار کی ادبی او کولتوری دروند ماښامی جوړ کړ ، چی دپښتوادب ګڼ شمیر مینه والواو هیوادوالوپکی ګډون کړی ؤ. غونډه د ماښام په اوه بجو د ښاغلی نصیر ستوری په ویاندې پیل او د ښاغلی مبارز څاپی له خوا د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په لوستلو سره پرانستل شوه. ورپسی انجنیر فریدالله ساپــی د ټولنی په استازیتوب پرانستونکی وینا واوروله، بیا ښاغلی سیدرحیم یوسفی د ښاغلي محمداجان «یار» په ژوند لیک څیړنیزه مقاله ولوستله، همدا راز انجنیر معاون ګران برهانی، میرمن ستورئ منګل. قانون پوه همایون روفی ،ښاغلی مالیار یار او ډاکتر لونګ يوسفزی په خپلو مقالو کی د ښاغلی محمداجان یار په شعر، کیسو او ادبـی برخه پوره پوره رڼا واچوله . ورپسی د یار صیب شعرونه، نظمونه او همدا راز د یار صیب په اړوند شعرونه او ازاد شعرونه میرمن ستورئ منګل، ښاغلیو مبارز څاپـی، ، مطیع الله روفی ، محمدامین سادات، نسیم ستوری، مصطفی ارین بهار، فریدالله ساپــی، ډګروال علی محمد مجبور، عزیز سرشار، زلمی قاضیخیل، اتل سالارزی، متین غرزی، خالد ساپـی او غرنی شینواری له خوا کډونوالو ته واورول شول چی په چکچکو بدرګه کیدل . د ښاغلی ولایت خان ځدران شعر د انجنیر اسحق له خوا ولوستل شو. د مشاعری په پای کی ښاغلی محمداجان یار خپله لنډه وینا وکړه او څو شعرونه یی حاضرینو ته واورول ، دکونړ د ځوانانو دکولتوری ټولنی څخه یی ددی غونډی په جوړیدو مننه وکړه. د ټنګ ټکوردپیل څخه دمخه دهیواد وتلی ممثلی میرمن ستورئ منګل، میرمن ګلالئ مموزئ او انجنیر مطیع الله روفی له خوا په زړه پوری تمثیلی ټوټه وړاندی شوه چی ادبی ماښامی یی لا خوندور کړ. دټنګ ټکورچاری د ښاغلی اتل سالارزی له خوا سمبالیدی،چی د پښتو ژبـی خوږ ژبـو سندرغاړو ښاغلی محمد نادر صدیقی ، ښاغلی غرزی متین او ښاغلی الطاف خان زړه راښکونکوسندرو محفل لا پسی رنګین کړ. غونډه د شپی په دولسو بجو نوموړو سندرغاړو، او تخنیکی مرستندویانو هریو ښاغلی صاحب الله خسرو اوښاغلی نسیم ستوری ته د ګلونو د ګیډو په ورکولو، مننی او دانجنیر عبدلغفار ستارزوی له خواپه لنډه وینا او ګډونوالو ته په مخه ښی سره د شپی په دولسو بجو پای ته ورسیده. دغونډی ویډیو به وروسته پر لیکه شی
- عزیز سرشار
بېرته شاته