(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دافغانستان دپوهنې وزارت وسله والوطالبانوته وړانديز وکړ چې...

[05.Oct.2008 - 19:52] 04.10.2008:دافغانستان دپوهنې وزارت وسله والوطالبانوته وړانديز وکړ چې که دښوونځيو دسوځېدو دمخنيوي لپاره دې له دې وزارت سره په ناکرارو سيمو کې ګډې شوراګانې جوړې کړي . دافغانستان دپوهنې د وزارت مرستيال محمدصديق پتمن دا خبره نن په ۴/۱۰/۲۰۰۸ نیټه ازادۍ راډيو په يوۀ بحث کې وروسته له هغه وکړه چې يوۀ تن چې ځان يې په هلمند کې دوسله والوطالبانوقومندان معرفي کاوۀ د وسله والوطالبانوله لوري دښوونځيو د سوځولو تور رد کړ. دپوهنې دوزارت مرستيال صديق پتمن وويل چې دپوهنې وزارت چمتو دى هغوسيمو ته چې دطالبانوترواک لاندې دي ،کتابونه واستوي اوښوونکو ته يې معاش ورکړي .هغه طالبان مخاطب کړل او ويې ويل : راځئ چې په ګډه شوراګانې جوړې کړواونه يوازې دمعارف پر نصاب خبرې وکړوهغه برخې ترې لېرې کړو تاسي ورباندې اعتراض لرئ،بلکې خلکو ته هم وښيو چې څوک ښوونځي سوځوي . تېره اوونۍ دوسله والوطالبانومشر په يوۀ پيغام کې له خپلو پلويانوغوښتي وو چې ديني کتابونه دې نه سوځوي په روان کال کې وسله والوکسانوپه لسګونوزره تدريسي کتابونه سوځولي دي .دا په داسي حال کې ده چې له تېرو څه باندې دوو کلونوراهيسي په افغانستان کې په تېره بيا دهيوادپه جنوبي اوختيځو ولايتونوکې په سلګونوښوونځي سوځول شوي اوپه سلګونونورد سخت دريځوپه تهديد بندشوي اودمعارف د وزارت په وينا شاوخوا درې لکه ماشومان له زده کړې محروم شوي دي . خو د پوهنې دوزارت مرستيال ښاغلى پتمن وړانديز کوي چې تېر دې په هېر وي اوله دې وروسته راځئ چې دښوونځيو دسوځېدو مخه ونيسواوهغه کسان خلکوته افشا کړو چې ښوونځي سوځوي اونه غواړي افغان ماشومان ليک لوست اوعلم زده کړي . سره له دې چې پروسله والوطالبانود ښوونځيو دسوځولواو ورانولوتورلګول کېږي ځينې افغانان دبهرنيو هيوادونوپټې ادارې په دې کار کې په لاس لرلو تورنوي . ـ تاند همدا رازد خبری رسنیو د خبرونو له مکی په افغانستان کې د برتانيا يو لوړپوړي قومندان خبردارى ورکړى چې د طالبانو پر ضد کوم پرېکنده برياليتوب امکان نه لري او له دغو اسلام پاله جنگياليو سره بايد يوۀ تړون ته رسېدنه وشي، چې جگړه پاى ته ورسېږي . جنرال مارک کارلټن سمېت د برتانيا له سنډې ټايمز ورځپاڼې سره په يوۀ مرکه کې ويلي د دوى هدف يوې داسې کچې ته د شخړې راکمول دي، چې ده د ادارې وړ بللې ده په داسې ډول چې کوم گواښ نه جوړوي . او ښه اداره يې د ده په وينا افغان پوځ پر خپله غاړه واخلي . ښاغلي سمېت دغه څرگندونې له افغانستان نه برتانيا ته د ستنېدو پرمهال کړې دي . جنرال مارک سمېت ويلي چې :' موږ به له طالبانو سره په دغه جگړه کې بريالي نشو. د دغه برتانوي جنرال په خبره په افغانستان کې تر ټولو سوېلي ولايتونه، په ځانگړي ډول هلمند هغه ناامنه سيمې دي، چې په تېرو شپږو مياشتو کې ٣٢ برتانوي پوځيان په کې له منځه تللي دي او شاوخوا ١٧� نور ټپيان شوي دي . له برتانوۍ ورځپاڼې (سنډې ټايمز ) سره دغه برتانوي قومندان په خپلو خبرو کې ويلي چې په افغانستان کې د دغې روانې جگړې يوازېنى حل د خبرو اترو له لارې بايد وشي، چې په هغه طالبانو ته هم د گډون حق ورکړاى شي : موږ بايد د جگړې پرځاى د خبرو اترو مېز ته کښېنو، څو دغه شخړه پاى ته ورسېږي . که چېرې طالبان د خبرو اترو مېز ته کښېني، ستونزه به حل شي او د خلکو ته به ارام راوړي . تېره اوونۍ د هلمند والي گلاب منگل ويلي وه، که څه هم په دغه ولايت کې د برتانيا ځواکونو شمېر په زياتېدو دى، خو طالبانو د دغه ولايت ترنيمايي ډېره خاوره تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده . بل خوا د پختونخوا ايالتی حكومت پريكړه كړې ده چې افغان كډوال دې له باجوړڅخه ووځي . د پختونخوا ايالتی حكومت افغان كډوالو ته ويلي دي چې د طالباتو په وړاندې د پوځي عملياتو د تر سره كولو په خاطر ناچاره دي چې دوى له دغې سيمې وباسي . de Pohani wazarat de Khwanzaio de swazido de makhniwi lapara TALIBANO ta de gado shoragano de jorawalo wrandez wakar-(tand)- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته