(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتنو په مشر اسفنديارولي خان ځانمرګي بريدوشو

[02.Oct.2008 - 20:02] نن په ۲/۱۰/۲۰۰۸ ع کال دزيارت یا پنجشنبی په ورځ په چارسده ولي باغ کې کې دعوامي نيشنل ګوندANP او د پښتنو قامی مشراسفنديارولي خان په کورځانمرګي بريدشوى دى چې 6کسان پکې وژل شوي اؤګڼ نورژوبل شوي دي خوپخپله اسفنديار ولی خان ددغه بريدڅخه روغ وتلى دى. ځان مرګي بريدکوونکي دعوامي نيشنل ګوندANPمشراسقنديارولي خان کورته دورننوتلوهڅه وکړه خوکله چې پوليسودهغه مخه ونيوله اؤپه هغه يې ډزې وکړې نوځان يې والوځولو په دغه پيښه کې داسفنديارولي خان ديوساتونکي په ګډون دوه پوليس اؤدری عام کسان وژل شوي اؤ۱۸ کسان ژوبل شوي دي ژوبل کسان د درملنې لپاره روغتون ته رسؤل شوي چې دغلته هم دځينوکسانوحالت مرګونى ښودل شوى تر پېښي وروسته اسفنديار ولي خان وویل دترهګرۍ په ضدمبارزې ته دوام ورکوي اؤيواځې دهاغه چاسره به خبرې اترې کيږي چې وسله غورځوي اودحکومت واک ته غاړه ږدي نوموړي وويل په هغه چې کوم ځانمرګي بريدشوى دى دغسې بريدونه به هغويي دخپلواصولوڅخه پشا نۀ کړي اسفنديارولي خان وويل ترڅوچې دعوامي نيشنل ګونديوغړى هم ژوندى وي اى اين پي به دخپل اصولي سياست څخه لاس وانۀ خلي دهغه وينا وه زۀ کۀ ؤم اؤکه نه ولې عوامي نيشنل ګوندبه دترهګروپه وړاندې وسله نۀ غورځوي .اسفنديار ولي خان په يوه ځانګړی چورلکه كي له خپلي كورنۍ سره محفوظ ځاى ته لاړ د پښتونخوا ولایتی حکومت ددغه ځان مرګي بريد په سختوټکوکې غندنه کړې ده اوويلي يې دي تندلارواوترهګروکه دغه بريدپه قبائيلي سيموکې دعملياتو دغبرګون په توګه کړى وى نوهغويي دامن دښمنۍ کلک ثبوت ورکړى دى د پښتونخوا داطلاعاتووزيرميا افتخارحسين وويل عوامي نیشنل ګوند دعدم تشدد پيغام لري اودترهګرواوورانکاروملګرتيا نۀ کوي همدغه لامل دى چې ترهګرپه ځانګړي ډول دعوامي نیشنل ګوندمشران په نخښه کول غواړي چی څه موده وړاندی په سوات کی دعوامي نیشنل ګوندمشر اوپښتون قامي مشر خان لالا محمدافضل خان او د هغه د کورنۍ پر غړو وسله وال بريدونه شوی او د عوامی نیشنل ګوند دضلعی ناظم بخت بیدار په ګډون اوه تنه نورسیاستوال هم وژل شوی دی صوبايي وزيروويل مونږغواړوپه قبائيلي سيمه کې دتندلارتوب اؤترهګرۍ مخه دامن اؤخبرواترولۀ لارې ونيسواؤورانکاروباندې دعوامي نيشنل ګونددغه کارښه نه لګي خوداى اين پي حکومت به ددغوورانکاروپه وړاندې کله هم سرټيټ نۀ کړي په اسفنديارولي خان دغه ځانمرګي بريد په داسې حال کې شوى دى حې دپاکستان دکورنيوچارووزارت دوړاندې څخه داسې اطلاعات ترلاسه کړى وؤچې ترهګردکورنيوچارودپخواني وزيرافتاب احمدخان شيرپاؤ،مولانا فضل الرحمان اؤد پښتونخوا دوزيراعلي امیر حیدر خان هوتی په ګډون دځينومهموشخصياتو دوژنې پلان لري په دغه اطلاع دټولومهموشخصياتوکلک امنيت نيول شوى ؤ د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) د پښتون قام د دښمنانو له خوا په ښاغلی اسفند یار ولی خان او د پښتنو په قامی مشرانو باندی ناروا، نا ځوانه ، غیراسلامی او غلچکی مرګونی بریدونه په کلکه سره غندی. شهید انو ته د لوی خدای « ج » له درباره د جنت فردوس او ټپیانو ته ئې د ژر او پوره روغتیا غوښتنه کوی د دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند یو ځل بیا په پښتنو غږ کوی چې د تاریخ په دی حساس وخت کې را بیدار او یوموټی شۍ، د قام او وطن د دښمنانو موخی شنډی او د خپلو قامی اوسیاسی مشرانو پوره پوره ساتنه او ملاتړ وکړۍ de Pakhtano pa mashar Asfandyar Wali Khan Zanmargi bred shawai - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته