(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په ملاکنډ کې دشرعي نظام پځايې کولو ته غوڅ شکل ورکړل شو

[28.Sep.2008 - 21:24] 28.09.2008:دپښتونخواحکومت په ملاکنډ ډويژن کې دشرعي نظام عدل ٢� � ٨ء پځايې کولو ته غوڅ شکل ورکړى دى اؤ دا به دوړانديزونو په شکل کې په راتلونکيو دوؤ دريوؤ ورځو کې جمهوررئيس ته ليږلى شي. په دې لړ کې په۲۷/۹/۲۰۰۸ نیټه د پښتونخواوزيراعلي امير حيدر خان هوتي پریس کانفرنس ته دوينا په وخت وويل شرعي نظام عدل ريګوليشن ٢� � ٨ء په اصل کې شرعي نظام عدل ريګوليشن ١٩٩٩ء کې داصلاحاتو کولو له لارې ترتيب کړل شوى دى اؤ هڅه به وکړل شي چې اولس ته عاجل انصاف ورکړل شي. هغۀ هيله څرګنده کړه چې په دې لړ کې ورکړل شوي وړانديزونه به په دوؤ مياشتو کې دجمهوررئيس څخه منظور کړل شي اؤ په دسمبر٢� � ٨ء کې به دملاکنډ ډويژن په ټولو سيمو کې عملاً شرعي نظام نافذ کړل شي. وزيراعلي وويل دمتحده مجلس عمل دتير حکومت په دور کې منظور کړل شوى شريعت بل به هم ددغه قوانينو برخه وي. وزيراعلي وويل دضلعې دقاضيانو لپاره دشپږو اؤ دسيمه ييزو قاضيانو لپاره د ٩٤ څوکيو منظوري هم ورکړل شوې ده اؤ دهغوي سره به ٥� � نور پرسونل هم اخستل کيږي. امير حيدر خان هوتي وويل په راتلونکيو ٣٥ؤ ورځو کې به په دغه څوکيو خلک اخستلى شي. بايد وويل شي چې په ملاکنډ کې دشرعي نظام عدل ريګوليشن پځايې کيدو باوجود مجرمانو ته به سزاګانې دشرعي قانون دلاندې نۀ بلکې دانګريزي قانون ترمخه کيږي چې په دې دتحريک نفاذ شريعت محمدي مشر مولانا صوفي محمد اؤ دسوات دطالبانو مشر مولانا فضل الله سخت ټکونه کړي دي اؤ ويلي يې دي حکومت په سوات کې شريعت نۀ نافذوي بلکې په شريعت پسې خندا کوي Shariat Regulation in Malakand Division Nifaz-e-Adal Shariat Regulation´s amendment draft - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته