(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په افغانستان کې به د سه شنبې په ورځ کوچنى اختر وي

[26.Sep.2008 - 21:40] 26.09.2008 :د افغانستان د ستورو پېژندونکې د ټولنې مشر عبدالله قندهاري وړاندوينه کړې، چې په سعوي او افغانستان کې به کوچنى اختر د سه شنبې په ورځ د ۲۰۰۸ ع کال د سپټمبر په دیرشمه نیټه وي . نوموړي زياته کړې، چې سږ کال د روژی مياشت (٢٩) ورځې ده ، نو په دې بڼسټ کوچني اختر د سه شنبې په ورځ دى. ټولې اسلامي نړۍ ته ښايي، چې په يوه ورځ اختر وکړي. بلخوا د پښتونخوا ايالتي حکومت د اکتوبر لومړۍ نیټه چهار شنبه ، دوه يمه او درېيمه، ، پنجشنبه او د جمعې ورځ د کوچني اختر لپاره عمومي رخصتي اعلان کړې ده. په دې اړه د پښتونخوا ايالت د کورنيو چارو د ادارې له خوا رسمي اعلاميه خپره شوې ده. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته