(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په کونړ او باجوړ کې بمبارۍ خوست کی عملیات اوپه کابل کې چاودنې شوی

[24.Sep.2008 - 17:18] 24.09.2008:د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې پر نړيوالو ځواکونو له بريد وروسته د ولسوال په وينا درې ملکيان وژل شوي او ١١ ټپيان دي، خو ايساف وژل شوي او ټپيان وسله وال طالبان بولي . همدا رازد خوست په سبريو ولسوالۍ کې د افغان او ايتلافي ځواکونو په ګډو عملياتو کې درې مشکوک کسان نيول شوي چې امريکايي ځواکونه يې د حقاني د ډلې مهم قوماندانان او سيمه ييز خلک يې عام وګړي بولي . بلخواپه کابل کی نن چهارشنبه، د تلې په درېيمه، د سپتمبر په ٢٤مه نیټه دجنايي جرمونو سره د مبارزې مشر جنرال عليشاه پکتياوال د کابل ښارپه لوېديځه څنډه کې د هغې امنيتي پوستې دڅېړنې په وخت چې تېره شپه پکی درې پوليس له مسمومېدو وروسته په ګوليو ويشتل شوي په ماين ټپي شو جنرال عليشاه پکتياوال چې تل له پېښو سملاسي وروسته سيمې ته ځان رسوي او د پېښو په اړه خبريالانو ته مالومات ورکوي له ټپي کيدو شاوخوايو ساعت وروسته له خبريالانو سره په خپل دفتر کې ولېدل نوموړى پر سر، ښي لاس، دواړو پښو او خېټه ټپي شوى، خو په خپله يې خبريالانو ته وويل چې ټپونه يې ژور نه دي . هغه وويل چې ځاى پر ځاى شوى ماين پرې په پوسته کې هغه مهال له ليرې والوځول شو چې له له يو شمېر پوليس چارواکو سره يې د تېرې شپې د بريد څېړنه او پلټنه کوله . په دغه چاودنه کې درې تنه ووژل شول او دري نور ټپيان شول چې دوه يې د پوليسو چارواکي دي . د دوشنبی په ورځ هم د کابل – کندهار پر لويه لاره د ارغندۍ په سيمه کې د ميدان وردګو ولايت د قامونو او قبايلو ريس په يوۀ وسله وال بريد کې وژل شوى و . د باجوړ ايجنسۍ په چارمنګ چنارکلي کې دسې شنبې په ورځ ماسخوتن ٩:٣� بجې په يوه تازه پيښه کې دميرزمان نومې تن په کوردتوغندي بريدله امله دهغه دکورنۍ اتۀ تنه مړۀ شويدي خو تردې دمه دې برید مسولت چاپه غاړه نه دی اخیستی . بل خواد ترکاڼي او اتمانخيل قبيلوپه ګډه لويې جرګې کې په ايجنسې کې د شرخوښو په ضدپوځي عملياتو کې دحکومت دملاتړاعلان کړی دې، دجرګې مشرانو وویل چې له ایجنسۍ څخه د ترهه ګرۍ دختمولو لپاره به د هغوی وسله وال لښکر له امنيتي ځواکونوسره په ګډه عمليات کوي . همدا راز د پاکستان صدراعظم سيد يوسف ر ضا ګيلانى په اسلام اباد کې دکابینې غونډې ته وويل چې د ترهه ګرۍ مخنيوى او د ولس ځان او مال تحفظ لپاره به حکومت هر ممکن ګامونه پورته کوي . صدراعظم يوسف رضا ګيلانى د افغان سفير عبدالخالق فراهي دتښتونې سخته غندنه وکړه او ویې ويل چې د هغه د موندنې لپاره لټون روان دی اودولت به په دې لړکې نور ګامونه هم پورته کړي . صدراعظم د صدر لخوا پارليمان ته د وينا په ترڅ کښې د صوبه پښتونخوا نوم ، صوبايي خپلواکي ، قبایلي سيمه کې د ترقۍ او پرمختګ کارونو ، د ايف سى ار تور قانون کې بدلون او د پارليمان ماتولو اختياراتو څخه لاس په سر کيدو اعلان ستاینه وکړه . Pa Kunar,Bajawar ki Bambari, Khost ki amaliat Au Pa Kabul Ki Chawdani Shawi - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته