(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ډيورنډ لاين د ختمولو هڅه روانه ده

[18.Sep.2008 - 11:22] 18.09.2008:تاند : د پاکستان د جماعت علما اسلام ګوند مشر او د دغه هيواد د ولسي جرګې غړی مولانا فضل الرحمن وايي په قبايلي سيمه کې روانه جګړه په دې نيت کيږي چې د ډيورنډ کرښه د ده په وينا بې مانا او ختمه شي . له يوه پاکستاني خصوصي تلويزيون سره په مرکه کې مولانا فضل الرحمن دا ادعا هم وکړه چې ګواکې لويديځوالو پخوا د افغانستان د ماتولو هڅه هم کړې وه . د دغه اسلام پالي سياستوال په نظر د ملا محمد عمر په مشرۍ افغان طالبانو هغه هڅې شنډې کړې خو اوس نوی ګام د ده په وينا دا دی چې د ډيورنډ کرښه بې مانا او له منځه يوړل شي مولانا فضل الرحمن چې د پاکستان په ولسي جرګه کې د کشمير د مسايلو لپاره د ځانګړي شوي کميسيون مشر دی دا مني چې په قبايلي سيمو کې د امريکا او لويديځ پر ضد هلې ځلې کيږي . د ده په وينا دا پټه خبره نه ده او په قبايلو کې په جګړه بوخت وسله وال ښکاره وايي چې د لويديځ په ضد جنګ کوي . خو مولانا دغه کسان په حقه بولي او وايي که د امريکا په غوښتنه پاکستان قبايلو ته پوځ نه وای ليږلی نودغلته به جنګ نه وای . د طالبانو دغه ملاتړی مولانا د ولسمشر کرزي دا خبرې چې د ډيورنډ د کرښې دواړو غاړو ته پښتانه مري رده کړه او ويې ويل چې دغلته مرګ ژوبله د دين لپاره روانه ده . مولانا فضل الرحمن پر پاکستانيانو غږ وکړ چې د پاکستان د ماتولو د مخنيوي لپاره د سيمې له نورو هيوادونو سره په تماس کې شي او هغوی وپوهوي چې د پاکستان ماتول د سيمې په ګټه نه دي . خو دغه اسلام پالي سياست وال چې د طالبانو د واکمنۍ په کلونو کې به يې ويل چې په اسلام کې پوله نشته ، دا ونه ويل چې له کومو هيوادونو سره دې پاکستانيان د خپلو پولو د نه ماتيدا لپاره خبرې وکړي . De Dewrand Line de khatmawalo hacha rawana da Mulana Fazlurahman Chairman JUI - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته