(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په ۲۱ سيپتمبر د ويښ ځوانانو ملتيا وكړئ

[17.Sep.2008 - 20:00] د روان كال په تېره مياشت ( د زمري په ۳۰ مه) ويښ ځوانانو په يوه خبري ناسته كې پر ۲۱ سيپتمبر د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو او په ځينو بهرنيو هېوادونو كې د سولييز لاريون د ترسره كولو خبر وركړ. ويښ ځوانانو له ټولو افغان ځوانانو وغوښتل چې په دغه سولييز لاريون كې ورسره ملتيا وكړي. ۲۱ سيپتمبر په ۲۰۰۱ كال د ملګرو ملتونو له خوا په ټوله نړۍ كې د سولې د نړيوالې ورځې په نوم نومول شوې ده. دغه ورځ د اوربند او عدم تشدد د رعايت لپاره ځانګړې شوې، چې د نړۍ ټول وګړي په يو غږ د سولې په نوم مخاليفتونو او دښمنيو ته د پاى ټكى كېږدي. نو همدا ده چې په ټوله نړۍ كې ۲۱ سيپتمبر د سولې د نړيوالې ورځې په نوم د سولې راوستو په هيله په بېلا بېلو ډولونو نمانځل كېږي. له تېرو څو لسيزو را په دې خوا افغانستان په بېلا بېلو ډولونو د جنګ په لومه كې ګېر دى او د همدې جګړې له امله د نړۍ د پرمختګ له كاروان څخه بلا وروسته پاتې او سربېره پر دى د همدې جنګونو لامل دى چې نړيوالو ته د افغانانو انځور غلط وړاندې شوى او دوى يې د ترهګر او جګړه پالو په نوم پېژندلي دي. دا چې په دغه جګړه كې د افغانانو ملامتي څومره ده او څومره د نورو له خوا په كې ښكېل شوي دي، دا يو بېل بحث دى خو دومره ويل اړين بولم چې د دغې جګړې له امله نړيوالو افغانان په يو داسې نامه پېژندلي چې د دوى له اصلي څيرې سره سمون نه خوري، نو لومړى بايد د همدې ستونزې د حل لپاره كار وشي، د افغانانو اصلي څيره نړيوالو ته وښودل شي. له دې سره به د نړۍ د جګړه پالو او جګړه ځپلو ملتونو توپير وشي. نو ويښ ځوانانو په همدې موخه د سولې پر نړيواله ورځ د يو ستر سولييز لاريون تابيا كړې ده او په دغه لاريون كې به په لوى افغانستان كې د سولې راوستو په هيله د دوه سترو او پر ځاى غوښتنو يادونه كوي. لومړۍ غوښتنه افغان وژنې ته دې د پاى ټكى كېښودل شي: كه په افغانستان كې روان جنګ له پيله تر دې دمه وڅېړو نو دې نتيجې ته به ورسېږو چې په دغه جګړه كې افغانانو څوك نه دي وژلي بلكې په بېلا بېلو لارو پخپله دوى وژل شوي دي. افغانانو بار بار له جنګ څخه د خلاصون هوډ كړى خو دا چې د پرونۍ جګړو له امله په علمي، اقتصادي او ... پلوه وروسته پاتې نو نن هم په جګړه كې ښكېل پاتې دي او همدا ده چې هماغه پرونۍ افغان وژنه نن هم روانه ده. خو بيا هم د تېرو كلونو په پرتله د ننۍ جګړې تر څنګ دافغانانو او په ځانګړې توګه د افغان ځوانانو علمي كچه يو څه ښه شوې ده او د دې تر څنګ نړيوال هم دې خاورې ته د سولې راوستو په نوم راغلي دي. له همدې وخت څخه د ګټې اخيستنې په موخه ويښ ځوانانو اړينه بللې چې د سولې پر نړيواله ورځ خپله لومړۍ غوښتنه ((افغان وژنې ته دې د پاى ټكى كېښودل شوي)) وړاندې كړي. دويمه غوښتنه ۲۰۱۰ كال دې د باچا خان په نوم ونومول شي: مخكې مو يادونه وكړه چې نړيوالو ته د افغانانو غلط تصوير وړاندې شوى دى، د نړۍ ډېرى اوسېدونكي افغانان د جګړه پالو په نوم پېژني، خو افغانان جګړه پال نه بلكې جګړه ځپلي دي، دوى جنګ نه بلكې سوله غوښتونكي او سوله خوښونكي خلك دي. موږ د خپل لوى افغانستان په تېر تاريخ كې داسې سترې سولييزې نړيوالې څېرې لرو چې ټول ژوند يې د سولې راوستو لپاره مبارزه كړې ده. همداسې سترو شخصيتونو ټول افغان ولس سولې ته رابللى. ولس يې هم ښه په ميړانه ملاتړ كړى او ځانونه يې نړۍ ته سوله پال ورپېژندلي دي، نو بايد د اوسني غلط تصوير د ړنګولو لپاره همداسې بېلګې نړيوالو ته وړاندې كړو. د لوى افغانستان د سوله پال ولس سوله راوستونكي مشران ور ورپېژنو، چې د همدو له كتاره يو ستر مشر فخر افغان خان عبدالغفار خان (باچاحان) دى. باچاخان د تېرې سليزې په لومړيو كې د ټول انسانيت لپاره د افغان ولس يو ستر پوځ د عدم تشدد د شعار لاندې د خدايي خدمتګارانو په نوم جوړ كړى و. دغه پوځ چې شمېر يې نږدې يو لك ته رسېد، د عدم تشدد پالونكي و او هرې ستونزې ته يې د جنګ پر ځاى د سولې له لارې حل پيدا كوه. د دوى شعار و: ((هر افغان د بل افغان ورور دى او د افغان كار، د انسانيت خدمت كول دي.)) خدايي خدمتګارانو له دومره لوى شمېر سره بيا هم هېڅ ډول وسله نه درلوده او د انسانيت خدمت يې په دې موخه د ځان او سر ښندنې له لارې تر سره كوه چې افغان ولس سوله پال او سوله خوښونكى ولس دى. باچا خان د همدې مبارزې په اوږدو كې د خپل عمر پوره ۳۶ كاله د بېلا بېلو ځورونو تر څنګ په بند كې تېر كړل، خو بيا هم د خپل افغان ولس د خدايي خدمتګارانو په مرسته او ډاډګيرنه له خپل هوډ څخه وانه وښت او تر مرګه يې د افغان ولس سوله پالنې ته دوام وركړ. نلسن منډيلا، مارټن لوتركنګ، ګاندي او باچاخان د تېرې پېړۍ د عدم تشدد مخكښان دي، خو د پاچا خان مبارزه په دې ټولو ځكه ارزښتناكه ده چې د د نړۍ هغه قام چې د هرې ستونزې حل يې د زور او ځواك په كارولو كې ليده، عدم تشدد، سولې او خدايي خدمت ته راوبلل. نوموړي د همدې سوله پال ولس د روڼ راتلونكي په خاطرد ژوند په ورستيو شېبو كې وصيت وكړ چې له مرګه وروسته په خپل اصلي ټاټوبي افغانستان كې خاورو ته وسپارل شي او همداسې وشول. نو دهمدې دليلونو پر بنسټ د لوى افغانستان ويښ ځوانانو د سولې پر نړيواله ورځ د خپل سولييز لاريون لپاره دويمه غوښتنه ((۲۰۱۰ كال دې د باچاخان په نوم ونومول شي)) ټاكلې ده. په ۲۱ سيپتمبر د ويښ ځوانانو ملتيا وكړئ: ويښ ځوانان همدغو سپېڅلو موخو ته د رسېدو په خاطر د هېواد هر ځوان ته اړتيا لري چې په ۲۱ سيپتمبر د سولې ستر لاريون كې ورسره برخه واخلي، تر څو وكړاى شوو د هېواد روڼ راتلونكي لپاره مو نړيوالو ته د افغانانو داسې تصوير ښودلى وي چې پرمختګ ته مو لاره هواره شي. ويښ ځوانانو د همداسې ځوانانو د راغونډولو او روزلو تكل كړى، چې د لر و بر افغانانو د سوله ييز راتلونكي لپاره به كار كوي. د ويښ ځوانانو ټولنه د ۲۰۰۷ په سيپتمبر كې د افغانستان عدليې وزارت سره ثبت او د افغاني ځوانانو د ويښتيا په موخه يې ټولنيزې هڅې پيل كړې. ويښ ځوانان په دې باور دي چې د لر و بر ستونزې سره شريكې دي، نو پرې دې بنسټ چې افغان هر چېرته وي دوى يې له ټولو اسلامي او بشري حقونو څخه ننګه كوي. همدارنګه د افغان زورونې، افغان وژنې او افغان بېلونې پر وړاندې مبارزه او سرښندنه خپله دنده بولي. دوى افغانيت خپل وياړ، افغانستان خپل وجود او اسلام خپل روح ګڼي. نو ښكاره ده چې د لوى افغانستان هر افغان دغه هيلې لري نو بايد د پوره كولو لپاره يې د ويښ ځوانانو سره ملګرتيا وكړو او يواځې يې پرې نږدو. نو كه همداسې د يو وجود د غړو په څېر په يو اواز له ملګرو ملتونو څخه د ((افغان وژنې ته دې د پاى ټكى كېښودل شي)) او ((۲۰۱۰ كال دې د باچاخان په نوم ونومول شي)) غوښتنې وكړو نو تاثير به يې زيات وي او ملګري ملتونه به مجبور شي چې په دغو غوښتنو غور وكړي. كه ملګري ملتونه دغو غوښتنو ته د هو ځواب وركړي او ۲۰۱۰ كال د باچاخان په نوم ونومول شي نو په نړۍ كې به د عدم تشدد فلسفه يو ځل بيا را ژوندۍ شي. د افغانانو د سم انځور جوړونې بېلا بېلې هڅې به وشي، افغانان به د سولې په لور يو ستر ګام واخلي او له دې سره به په ټوله نړۍ كې د سولې راوستو يو نوى غورځنګ پيل شي. ويښ ځوانانو سره په نړيوال سولييز لاريون كې په لاندې پتو برخه واخلى: - كابل : [email protected] اجمل جبارخېل � ٧٧٧٦٥٤٣٢١ اسرار كريمزى � ٧� � ٦٤٣٦٤٨ حبيب توتاخېل � ٧٧٣١٣٩� ٧٩ - پكتيا: يارباز � ٧٧٢٨٤٩٩٧٣ - خوست: لعل الدين اريوبي � ٧٩٩٥٦٥٤٣١ حبيب پښتون � ٧� ٨٢٤٣٤٣٥ - كونړ: محمد عارف � ٧� � ٦٤٢١٢٩ - ننگرهار: شريف الله ناصري � ٧� � ٢٦٨٧٣٩ عظمت غرنى � ٧٧٧٨٦٨١٦٩ - غزني: اشرف غيرت � ٧٧٦٤٢� ٥٩٤ - كندهار: غوث الدين فروتن � ٧� � ٣� ٣� ٥٤ - بلخ: ذبيح الله احساس � ٧٩٩٨٣٣٣٣٨ مجيب الرحمن لحاظ ۰۷۰۰۵۴۸۷۹۴ - كندوز: عزت الله پامير � ٧٩٩٣٩٥٨٥١ گل رحيم نيازمن � ٧۹۹۲۰۶۶۹۶ - وردگ : امان الله ايمان: � ٧٧٨٨٧٧٧٣٥ - مردان – پښتونخوا: ياسر ترمذي � � ٩٢٣٣٣٩٨٥١٥٨٣ [email protected] - دير – پښتونخوا: شفيق الله شاداب � � ٩٢٣� ١٢٢٢٩٩٢٢ - هالند: عبدالله احسان � � ٣١٦٢٢٣� ٣٦١١ [email protected] - جرمني: عبدالولي � � ٤٩١٧٣٢٤٣٥٣٥� - انگلستان: بازمحمد ابازى � � ٤٤٧٥٢٥٨٢� ٨� ٦ [email protected] نصير احمد � � ٤٤١٥� ٩٢٢٧� ٨٣ [email protected] - كاناډا: جهانزېب خان � � ١٩� ٥٢٩٦٤٦١٢ [email protected] - نيو يارك – امريكا: احسان نورزى � � ١٢� ٢٧٥٨٥� ٧١ [email protected] - تركيه : محمد عمر غزنوي � � ٩� ٥� ٥٨٢٣٤٥٤١ [email protected] - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته