(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سوات کی ځان وژونکي برید شوی دي

[17.Sep.2008 - 15:44] په سوات کې نن په 17.09.2008 نیټه د کبل سیمی دتوتانو بانډه کې په یوه امنیتي پوستې د ځان وژونکي برید په ترڅ کې د اتو امنیتي ځواکونو د وژنې رپوټونه ورکړي شوی دی خو د پوځ ویاند میجر مراد ډیوه ریډیو ته وویلي چی په پېښه کې درې امنیتي ځواکونه وژل شوي دي او اووه نور ژوبل دي. بلخوا په باجوړ ايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو لخوا دتندرولارو په ضد عمليات دوام لري اؤ په تازوؤ عملياتو کې نور 20 جنګيالي وژل شوي دي. پوځيانوپه پرونيو عملياتو کې ر شکۍ، لويې سم، چارمنګ اؤ دمومند تحصيل په سيمو کې دتندرويانو سنګرونه په نخښه کړل اؤ هغوي ته يې دسرومال درانۀ زيانونه واړول سرچينې وايي په دغه عملياتو کې د20ؤ جنګياليو دوژل کيدو ترڅنګ د 40ؤ څخه زيات ټپیان شوي هم دي. Swat ki zan wazoonki breed shawi dai de Pakhtunkhwa Khabaryal- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته