(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پريوشمېرخلکودکورنيو چاروزارت مبايلونه وېشي

[17.Sep.2008 - 10:43] بی بی سی 17.09.2008:د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چې د پلازمېنې کابل د امنيت په ټينګولو کې د خلکو د ونډې اخيستنې په موخه يې يو نوى پروګرام پيل کړى دى. په دغه پروګرام کې به بې شمېره ټيلفونونه او يو ډول کارتونه هغو کسانو ته ووېشل شي چې غواړي په ښار کې د ورانکارو فعاليتونو په اړه پوليسو ته خبر ورکړي. وړاندې تر دې د کورنيو چارو وزارت د ټيلفون يوه وړيا شمېره هم اعلان کړې وه چې د هغې له لارې عامو وګړو کولاى شواى د امنيت په اړه پوليسو ته خبر ورکړي. د کورنيو چارو وزارت لخوا نوى په لار اچول شوى پروګرام به دې ته لاره پرانېزي چې خلک د هرې شکمنې کړنې او يا هر شکمن کس په اړه ډېر ژر پوليسو ته خبر ورکړي. د کورنيو چارو وزارت وياند زمرى بشري وايي، له يو لړ رسمي پړاوونو وروسته هر څوک چې بشپړ سواد او ټولنيز اعتبار ولري په دغه پروګرام کې برخه اخيستلاى شي. " دوى ته يو ګرځنده ټيلفون ورکوو، هره مياشت ورته ١٥� � افغانۍ تنخوا او د ټيلفون يو څه کريډت هم ورکوو، دا ددې لپاره چې د خلکو او پوليسو ترمنځ اړيکي ټينګ کړو. ددې ترڅنګ غواړو خلک ټيلفون ولري او پرته له دې چې لګښت يې وشي، پوليسو ته زنګ ووهي. بې له شکه هغه کسان چې موږ ته رپوټ راکوي د خپل رپوټ په اړه به مسئول وي، دا ځکه چې دغه کسان رسما له موږ سره ثبتېږي. " که څه هم د کورنيو چارو وزارت د امنيت په اړه مرسته کوونکي نوي کسان پټ پوليس نه بولي، خو وايي چې دغو کسانو ته به ځانګړي د هويت کارتونه ورکول کېږي او کارونه به يې هم د کورنيو چارو وزارت څاري. وړاندې تر دې يو شمېر رسنيو خبر ورکړى و چې کورنيو چارو وزارت غواړي له دغې لارې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې ملېشې په کاروګوماري، خو د کورنيو چارو وزارت وياند ددې ترڅنګ چې له ملي پوليسو پرته د امنيت په برخه کې نور تشکيلات ناقانونه بولي ټينګار کوي چې د برياليتوب په صورت کې به په کابل کې په لاره اچول شوى پروګرام نورو ولايتونو ته هم وغځوي. وړاندې تردې پوليسو د ټيلفون يوه وړيا شمېره هم د امنيت په اړه د کابل ښاريانو لخوا د مالوماتو د ورکولو لپاره ځانګړې کړې وه، چې ددغه وزارت په وينا اغېزه يې ښه وه. کورنيو چارو وزارت وايي چې خلکو ته د ټيلفونونو وېشل او د امنيت په برخه کې د هغوى مرسته جلبول په نوره نړۍ لکه امريکا کې هم آزمويل شوي او يوه بريالۍ تجربه ده. Pa yau Shmir Khalko de Koranaio Charo wazarat Mobilona weshi- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته