(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د تخار د پښتنو په اړه اعلاميه

[16.Sep.2008 - 09:26] د تخار د پښتنو په اړه اعلاميه بسم الله الر حمن الر حیم ! یو شمیر هېوادوالو ته د هغوي پخوانیو اوسېدنځایونو ته د دوي د بېرته ستنېدلو په وړاندي دخنډونو د لیري کولو په هکله : د تېرو دري لسېزو کورنۍ جګړي د بېساري تاوانونو تر څنګ د اوسېدو د یو شمیر ځایونو څخه د بېو زله ځینو کورنیو د بېځا یه کېدو او د ګډوالۍ په ناوړه شرایطو کې د میشت کېدو وروسته چې کله دغو هېوادوالو وطن ته د راستنېدو زړه ښه کړی ، د هېواد دښمنو کړیو له خوا نیمه خوا شوي او خاوري پریښودو ته بیرته مجبور شوي . دا ډول چلندونه د بېلا بېلو هدفونو په موخه شوي . بېوزلې افغانان یا د سیاسي دلایلواو یا هم د قومې ، ژبنې اوسیمه ایزو شخړو له امله نشې کولاي چې په خپلو سیمو کې میشت شي، په ارامۍ سا وباسي او یوه حلاله مړۍ ، ډوډۍ پېدا کړي . دا ټول د چا د لاسه دي ؟ دا هغه زورواکان او تعصب لرونکې دي چې خپل څټ ته دولتي او نړیوال ملاتړ احساسوي . زموږ ګیله له دې ځایه پیل کیږي چې څنګه د افغانستان ، سیمې او نړۍ د ټولو شخړو دروند پیټۍ دسیمې د یو توکم په اوږو ایښودل کیږي او بیا نور د سپینو کوترو په سيل کې راځې . زموږ هر هېوادوال خبر دی چې اور چا بل کړی اوڅوک په کې سوځل کیږي ، وطن د چا دی او څوک ترې ایستل کېدو ته اړ کیږي . په همدې موخه په برتانیا کې د اوسیدونکو افغانانو د ټولني په نوښت دسپتمبر د میاشتې په پنځمه نیټه د افغانانو یو شمېر ملی او مطرح شخصیتونو د افغانستان د اسلامې جمهوریت دلوي سفیر سره د هغه د کار په دفتر کې و کتل او د خبرو اترو په پاي کې یې د خپلو اندیښنو لېک افغان حکومت ته د سپارلو په نیت چې متن یې لا له وړاندي د یو لړ هېوادنیو سایتونو له خوا خپور شوی ، هغه ته ور کړو . موږ یو ځل بیا په خپلو غوښتنو ټینګار کوو چې : د افغانانو دبیلا بیلو قومونو په وړاندي د مور ــ مېري سلوک ته د پاي ټکی کیښودل شي . د تخار هغو خلکو ته چې د زورواکانو په ګیره کې دي ازاد اوخپلي مځکي ــ کورونه بیرته وروسپارل شي . هغو مشران او چارواکې چې د قانونې مجوز پرته یې زموږد بېځایه شوي وطنوالو مځکې او کورونه د خپلو خواخوږ و د خوشالولو په خاطر نذرانه کړي وي تر کلکي پوښتنې لاندي ونیول شي . د تخار او ټولو سیمو خلک باید واک ولري هره ګړۍ چې یې زړه غوښتې وي بیله ډاره خپلو ځایونو ته ستانه شي . په پوځې عملیاتو کې د ملکې وګړو بچ کوونې ته کلکه پاملرنه وشي . په نړیواله ټولنه اوپه هغوي پوري تړلو پوځې ټولګیو باندي زور واچول شي چې پوځې فعالیتونه د افغان څواکونو په مشوره سرته ورسوي . د ولسمشر کرزي ادري ته وړاندیز کیږي چې زموږ دي او داسې نور غوښتنو ته د افغان اولس د سلامتۍ او ارامۍ په نیت غوږ کښیږدي . په درناوي سید جان کارواني د افغانانو د کلتوري ټولني ريس لندن ـ اکټن de Takhar de Pakhtano Pa Ara Elamia, London - England De Afghanano de Kulturi Tolani Raees, Said Jan Karwani,- افضل ټکور
بېرته شاته