(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د امن جرګې دويم پړاو له وړوکی اختر وروسته جوړېږي

[13.Sep.2008 - 12:19] 13.09.2008:دپښتونخوا ايالت والي ښاغلی اويس احمد غني وويل چې د جرګې د جوړېدو په اړه د خبرو اترو لپاره به د دواړو هېوادونو جرګه ګۍ د وړوکی اختر وروسته سره غونډه وکړي . د پاکستان دولتي خبري آژانس اې پي پي د دغه هېواد د پښتونخوا د والي اويس احمد غني له خولې خبر ورکړى چې د جرګې د مقدماتي کارونو د سمونې لپاره به ډېر ژر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امن ګډې جرګې جرګه ګۍ غونډه وکړي . افغانستان حکومت هم ويلي چې د دوهمې جرګې د جوړېدو مقدماتي کارونه پيل شوي دي . د پارلماني چارو وزار ت د اطلاعاتو مشر اصف ننګ وايي، له جرګې نه وړاندې به له دواړو لوريو د 25 استازو يوه غونډه جوړه شي . د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امن لومړۍ ګډه جرګه شاوخوا يو کال وړاندې په کابل کې جوړه شوی وه . افغان ولسمشر حامد کرزي پاکستان ته له خپل وروستي سفر وروسته له پاکستان سره د اړيکو د نوي باب د پرانيستل کېدو خبره وکړه، چې ښايي د جرګې جوړېدل يې چې افغان حکومت يې ډېره مهمه بولي لومړۍ لاسته راوړنه وي . د امن ګډه جرګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل او د دواړو هېوادونو پر ګډه پوله د جنګياليو د فعاليتونو د مخنيوي په موخه جوړېږي . De Amn Jergi doeem paraw de warkoti akhter na rosta joregee- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته