(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د لوګر والي اودکندهار د برېښنا ریاست مرستيال ووژل شول

[13.Sep.2008 - 11:29] 13.09.2008, SCPRD:د رويټر خبري اژانس د خبر له مخې د لوگر والي عبدالله وردک د کابل ولايت په پغمان ولسوالۍ کې نن سهار د يو ځانمرگي بريد په ترڅ کې ووژل شو. د پغمان ولسوالۍ امنيه قوماندان غلام مصطفى محسني رويټر خبري اژانس ته ويلي دي ، چې والي هغه وخت ووژل شو ، چې کله يو ځانمرگي بريدکوونکي په پغمان کې د والي کور مخې ته د نوموړي راتگ ته انتظار کولو ، نوموړي زياته کړه ، کله ، چې والي له خپل کور څخه راووت نو بريد کوونکي پرې بريد وکړ او ويې واژه . نوموړي زياته کړه ، چې په بريد کې د والي درې ساتونکي هم وژل شوي دي . د طالبانو وياند ذبېح الله مجاهد ايس سي پي آر ډي ته د يو تېلېفوني تماس په ترڅ کې د پېښې مسووليت په غاړه اخيستى دى او ويلي يې دي ، چې د لوگر والي عبدالله وردک يې د پغمان ولسوالۍ د بورجک په تپه کې د رېموټ کنټرول ماين د چاودنې په ترڅ کې وژلى دى . پرون دحمعی په ورځ ماښام دكندهاردبرېښنارياست مرستيال حاجي اغا د نامالومو وسله والو له لوري وژل شوی حاجي اغادكندهاردبريښنارياست ترټولوفني اومسلكي كس بلل كېده چي دموقتي ادارې څخه يې تراوسه ددغه رياست دبريښنادرياست دمرستيال په توكه دنده ترسره كوله بلخوادپاکستان هوايي ځواکونودسوات په جنګ ځپلې سيمه کې دشکمنو طالبانو په مرکزونو بريدونه کړي .دسرجينو په وينا جيټ جنګي الوتکو پرځينو شکمنو ځایونو بمونه غورځولي چې تر اوسه دمرګ ژوبلي خبر ندي ترلاسه شوي . بل لوري دولتي سرچيني وايې په در ه ادم خيل کې هم دمخاليفينو په مرکزنونو بريدونه کړي چې دسرچيني په وينا ګڼ شمير طالبان يي وژلي دي de Logar Wali au de Kandahar de Brechna Marastial wawazal sho- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته