(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په وزيرستان کې دولس کسان شهيدان شوي دي

[12.Sep.2008 - 09:41] ميران شاه ١٢/� ٩/٢� � ٨ SCPRD: په شمالي وزيرستان کې دامريکايي ځواکونو د بريد له لامله دولس کسان شهيدان شوي دي . د خبرونو له مخې بريد د امريکا د څارګرو چورلکو څخه تر سره شوى دى . په شهيدانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي ، ويل کېږي ،چې بريد نن سهار څلور بجې په تول خېلو سيمو کې هغه مهال ترسره شو ، چې په يو کور دوه توغندي ولګېدل او په ترڅ کې يې اته کسان شهيدان او ګڼ ټپيان شول. ټپيان د ميران شاه روغتون ته رسول شوي . څلورو ټپيانو په لاره کې ساه ورکړه او د مړو شمېر دولسو ته ورسېد بلخواپه امریکا کې د پاکستان سفیر حسین احمد حقانی ویلي دي پاکستان به په خپله خاوره بهرني ځواکونو ته د ترهګرو پرضد عملیات کولو اجازه ور نه کړي. وائیس اف امریکا ریډیو سره په یوه ځانګړۍ مرکه کې ښاغلي حقانی وویل باید د ترهګرۍ پرضد جګړه کې پاکستان ، افغانستان او امریکا په ګډه همکاري وکړي. نوموړي وویل چې پاکستان د ترهګرو پرضد خپله مبارزه تنده کړی ده او جنګیالي په هیواد کې محفوظ پاتې کیدی نه شي. ښاغلي حقانی وینا وه پاکستان امریکا سره اوږد محاله همکاري لری. pa shamali Waziristan ki dulas kasan shahidan shol- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته