(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سوات کې 10جنګيالي وژل شوي دي

[08.Sep.2008 - 17:28] په سوات کې امنيتي ځواکونودتندلاروپه سنګرونودرنه ګوله باري کړې ده چې په کې 10جنګيالي وژل شوي دي دغه بمباري دسوات دمينګورې څخه 12کلوميتره لرې په کوزه بانډه کې تېره شپه د 12وبجوڅخه وروسته له هغې پيل شوه چې امنيتي څواکونوته په سيمه کې دجنګياليود موجودګۍ خبرورسيدلو. بلخوا دپيښورسره نزدې دره ادم خيل کې امنيتي ځواکونو دشيراکي په سيمه کې په يوه مدرسه دهواڅخه ګولۍ ورولې دي چې لۀ امله يې 2کسان وژل شوي اؤ10نورژوبل شوي دي په ژوبلوکې دمدرسې ٤طالبان هم شامل دي ددې ترڅنګ په باجوړ کې دامنيتي ځواکونولخواپه عملياتوکې 6ځايي طالبان وژل شوي دي ،دغه عمليات دباجوړدماموندتحصيل په کږه سيمه کې ترسره شوي دي - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته