(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شټاين ماير د خپل ګوند لخوا لومړي وزارت ته کانديد شوی دی

[08.Sep.2008 - 08:39] DW:د جرمني د بهرنيو چارو وزير شټاين مايرDr. Frank Walter Steinmeier په روان وخت کي نه يوازي د بهرنيو چارو وزير، بلکي د لومړۍ وزير مرستيال هم دی د آلمان د بهرنيو چارو وزير، فرانک والټر شټاين ماير د خپل ګوند سوسيال ديموکرات Sozialdemokratische Partei Deutschland -SPD له خوا د آلمان د راتلونکي کال په فيدرالي انتخاباتو کي د لومړي وزارت مقام ته کانديد سوی دی. شټاين ماير، به د آلمان د اوسنۍ لومړۍ وزيري، انګيلا مرکل سره چي د مسيحي ډيموکراټ CDU له خوا بياهم په راتلونکو انتخاباتو کي نوموړي مقام ته کانديده ده، سيالي کوي. شټاين ماير، په روان وخت کي نه يوازي د بهرنيو چارو وزير، بلکي د لومړۍ وزيري مرستيال هم دی. د آلمان اوسنی حکومت د درو ګوندونو، SPD,CDU او CSU يا د مسيحي سوسيال ګوندله ايتلاف څخه جوړ سوي دي. آلمانۍ ورځپاڼو، برلينر څايتونګ Berliner Zeitung او شپيګل Der Spiegelمجلي په خپل يو رپوټ کي ويلي دي چي، د سوسيال ډيموکراټ ګوند په وروستيو ورځو کي دا پريکړه چي، شټاين ماير په راتلونکو انتخاباتو کي د لومړي وزير چوکۍ ته کانديد سي، د هغه پخپله خوښه وکړه. دSPD لوړپوړي مشران نن غونډه کوي چي د انتخاباتو لپاره پر يوې ستراتيژۍ موافقه وکړي. دغه ګوند چي په اوسني وخت کي په عامه نظر پوښتنو کي د ټيټ ملاتړ څخه برخه من دی، د خپلي راتلونکي تګ لاري په هکله سره ژور اختلاف لري. د سوسيال ډيموکراټ د ګوند مشر، کورت بيک، زيات محبوبيت نه لري، دا په دې وجه چي ګواکي هغه خپل ګوند ته اجازه ورکړه چي د آلمان په يوه ايالت، هسن، کي د يو کيڼ اړخي ګوند په ملاتړ له محافظه پال ګوند مسيحي ډيموکراټCSU څخه قدرت ونيسي. تحليلونکي وايي چي د آلمان د سوسيال ډيموکراټ ګوند SPD د لومړۍ وزيري، انګيلا مرکل Angela merkelد مسيحي ډيموکراټ او د آلمان د کين اړخو ګوند تر مينځ تر فشار لاندي نيول سوي. کيڼ اړخي ګوند په برياليتوب سره د سوسيال ډيموکراټ د ګوند هغه غړي او پلويان راخپل کړي دي چي د پخواني لومړي وزير ګيرهارد شرويدر، له اصلاحاتو څخه ناخوښ او نا هيلي سوي دي. شرويدر، هم د سوسيال ډيموکراټ د ګوند څخه دی. دکيڼ اړخي ګوند سره همکاري د سوسيال ډيموکراټ دګوند په دننه کي يو ستره لانجه او د اختلاف لامل ده. د کيڼ اړخي ګوند Linksparteiمشري د سوسيال ډيموکراټ د ګوند يو پخوانی مشر اوسکار لفانتينOskar Lafontaine، کوي، د سوسيال ډيموکراټ ګوند ډيرغړي هغه ته په ښه سترګه نه ګوري آن دا چي خپل پخواني ګوند ته يې خايين بولي. په راتلونکو انتخاباتو کي د لومړي وزارت مقام ته د سوسيال ډيموکراټ د ګوند کانديد فرانک والټر شټاين ماير Dr. Frank Walter Steinmeier هم د کيڼ اړخي ګوند سره د همکارۍ پلوی نه دﺉ. هغه بالمقابل د پخواني لومړي وزير شرويدر Gerhard Schröder ، د اصلاحاتو دفاع کوي. څارونکي په دې نظر دي، چي د بهرنيو چارو وزير، شټاين ماير،که څه هم په سياست کي پوه او شهرت لري، خو د انتخاباتي مبارزې د تجربې څخه بې برخي دی. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته