(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اصف علی زرداري دپاکستان جمهوررئيس وټاکل شو

[06.Sep.2008 - 14:57] پیښور، 06.09.2008:دپيپلز ګوندPPP عوامی نیشنل ګوندANP او جمیعت علمای اسلام JUIلخوا کانديد اصف علي زرداري په دروند اکثريت سره دپاکستان 14م جمهوررئيس وټاکل شو. دجمهوررئيس دټاکنې لپاره نن دپاکستان د سینټ، قامي اسمبلۍ اؤ څلورو واړو صوبايي اسمبليو غړو دپټو او سیده رایو له لارې دخپلې خوښې کانديدانو ته رايې ورکړې. په دغه ټاکنو کې دپيپلز ګوندPPP، عوامی نیشنل ګوند ANPاو جمیعت علمای اسلام JUI لخوا اصف علي زرداري ، دمسلم ليګ(نواز)PML Nawaz لخوا سعيدالزمان صديقي اؤ دمسلم ليګ(ق)PML Q لخوا سيد مشاهد حسين کانديدان وؤ د پاکستان د انتخاباتو د کميسون مشر محمد فاروق د يو پريس کانفرنس په ترڅ کې د پاکستان د ولسمشرۍ د ټاکنو پايلي اعلان کړي او په رسمي توګه يې د پاکستان د خلکو د ګوند مشر اصف علي زرداري د پاکستان ولسمشر ونوماوه. ده وویل: دسینټ Senat اؤ قامي اسمبلۍNational Assembly په 436رايو کې 281 رايې اصف علي زرداري ،دمسلم ليګ(ن)سعيدالزمان صديقي 111اؤدمسلم ليګ(ق)مشاهدحسين سيد34رايې اخستي دي د پښتونخوا په اسمبلۍ کې زرداري 107 ، سعيدالزمان صديقي 10 اؤ مشاهد حسين سيد 3 رايې ترلاسه کړي دي، 4 رايې نۀ دي منل شوي. دسندهـ په اسمبلۍ کې ټول په ټوله 162رايې اصف علي زرداري ته ورکړل شوي دي اؤيوه رايې نه ده منل شوې، له دغه ځايې څخه سعيدالزمان صديقي اؤ مشاهد حسين سيد يوه رايې هم ترلاسه نۀ کړل شوه. په بلوچستان اسمبلۍ کې زرداري 59، سعيدالزمان صديقي اؤ مشاهد حسين سيد دوه دوه رايې اخستي دي. دپنجاب اسمبلۍ 370کارول شوؤرايوکې اصف زرداري 124،سعيدالزمان صديقي201اومشاهدحسين سيد36رايې ترلاسه کړي دي بلخوا د پيښور سره نزدې په کوهاټ روډ دپوليسو دامنيتي پوستې ترڅنګ په بمي چاؤدنه کې دپنځوپوځیانو په ګډون 15 کسان وژل شوي اؤ ګڼ نور ژوبل شوي دي. د سرچینو د وینا مطابق نن دخالي په ورځ ماسپښين مهال يو موټر دنيمې قبائيلي سيمې دره ادم خيل داړخه دپيښور په لوري روان ؤ کله چې دځنګلي امنيتي پوستې سره نزدې پوليسو دغه ګاډي ته داودريدو اشاره وکړه ، نو بريد کوونکي ګاډى ديو نزدې مارکيټ سره ټکر کړو، چې له امله يې درنه چاؤدنه وشوه. په دغه چاؤدنه کې 3مارکيټونه په بشپړ ډول تباه شوي اؤ د٣ؤ پوليسو،3ؤ مليشې واله ؤ په ګډون 3 کسان وژل شوي دي. ژوبل کسان دتداوۍ لپاره دپيښور بيلا بيلو روغتونونو ته رسول شوي اؤ دښار په ټولو لويو روغتونونو کې بيړنى حالت پځايې کړل شوى دى. دپيښې څخه وروسته امنيتي ځواکونو ټوله ساحه پخپله ولکه کې اخستې اؤ پلټنې يې پيل کړي دي. دپوليس سرچينې وايي په دغه چاؤدنه کې د40ؤ څخه تر50ؤ کیلو ګرامو چاؤديدونکي مواد کارول شوي دي. په پيښور کې د روژې په مياشت کې دغه چاؤدنه وروسته له هغې شوې ده چې دسوات دطالبانو دغورځنګ وياند تيره اوونۍ ويلي وؤ کۀ حکومت په سوات اؤ باجوړ کې روان عمليات بند نۀ کړل نو هغوي به دهيواد په نورو برخو کې بريدونه وکړي، درې ورځې دمخه دپاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې دصدراعظم سيد يوسف رضا ګيلاني په ګاډي دترسره شوي بريد پړه هم د سوات طالبانو پخپله غاړه منلې وه. Asif Ali Zardari de Pakistan Jamhoor Raes watakal Sho De Pakhtunkhwa Khabaryal
Asif Ali Zardari, the widower of former Prime Minister Benazir Bhutto, has won a sweeping victory in Pakistan´s presidential election - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته