(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دائتلافي ځواکونوبريدونه زمونږپه خپلواکۍ بريدونه دي

[03.Sep.2008 - 21:25] د پښتونخواګورنراويس احمدغني دجنوبي وزيرستان دبيرمل په سيمه جلال خيل کې افغانستان کې دميشتوائتلافي ځواکونوددریوؤهيلي کاپټرواؤکمانډويانولخوا دبريدپه سختوټکوکې دغندنې په مهال ويلي دي دادپاکستان په سيمه ايزه خپلواکۍ نيغ په نيغ بريد دى ډيوه راډيوته پخپل يوليږلي بيان کې ګورنرويلي دي دپاکستان اولسونه دخپلووسله والوپوځونوڅخه هيله کوي چې هغويي دخوږوطن ددفاع لپاره راپورته شي اؤددغه رقم بريدونوخلۀ ماتوؤنکى ځواب ورکړي ګورنرويلي دي دقبائيلي سيمودانتظامي مشرپه توګه هغه دسيمې استوګنوته دبشپړتحفظ ورکولومسوليت لري اؤهغه په سرحدي سيموکې دبې پائيلوټه الوتکو دپرله پسې الوتنوپه مسله دمرکزي حکومت سره خبرې اترې کړي دي داويس احمدغني وينا ده ددغه رقم بريدونوله امله دسيمې داوسيدونکيوخلکوجذباتوته سخته ضربه رسيږي ګورنردوزيرستان په اوسني بريدکې دزيانمنوشوؤکورنيوسره دخواخوږۍ په ښودلو هغويي ته باورورکړى دى چې حکومت به راتلونکې کې خپلوپرامنه وګړوته ددغه شان بزدلانه بريدونوڅخه دبشپړتحفظ ورکولو هررقم هڅه کوي - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته