(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سوات اووزيرستان کې د ١٥ طالبانو په ګډون 63 کسان شهيدان شوي دي .

[03.Sep.2008 - 08:54] SCPRDسوات : د سوات په مټه او کبل کې دامنيتي ځواکونو لخوا د طالبانو خلاف په عملياتو کې د مټې په سلنډ کې د حکيم صاحب په نامه د يو تن په کور دګولئ د لګېدو له لامله د دوو ماشومانو او دوو ښځو په ګډون د دې د کورنۍ د لسو کسانو په ګډون 48 وګړي شهيدان شوي دي او له شپېتو ډېر ټپيان دي . . بل پلو بل پلو د بمبارۍ له لامله د ګټ په بازار کې د يو مارکېټ په ګډون ګڼ کورونه ړنګ شوي دي د ګټ سيمه کې هم په يو کور د ګولې د پرېوتو له لامله د ٧ کسانو په ګډون پنځلس کسان شهيدان شوي دي،چی ځينې شهيدان شوي کسان دمګړۍ تر خاورو او چتونو لاندې پراته دي او ټپيان د پېښور روغتونونو ته لېږدول شوي دي . ١٩ ټپيان د مټې په روغتون او له لسو زيات د سيدو شريف په روغتون کې تر درملنې لاندې دي . په پيوچار سيمه کې د بمبارۍ له لامله يو جومات شهيد شوى او څو کورونه ړنګ شوي دي . دامنيتي ځواکونو لخوا په کبل کې د طالبانو په مرکزونو بمباري کېږي . دپاکستان د پوځ ادارې ويلي دي ، چې په مټه کې دبمبارۍ له لامله ١٥ طالبان وژل شوي دي ، خو سيمه ايزو خلکو ويلي دي ،چې جنګي الوتکو په درېيم ځل هم ملکي کورونه بمباري کړي دي ،چې له لامله يې په سيمه کې سخته وېره خپره شوې ده . د پاکستان د پوځی اداره وايي ،چې په ټول سوات کې به له نن څخه تر نامعلومې مودې پورې ګرځند بنديز ولګېږي. د يادونې وړ ده ،چې د روژې د پيل کېدو څخه مخکې دپاکستان حکومت اعلان وکړ ،چې د روژې داحترام له لامله به په قبايلي سيمو کې عمليات نه کېږي ، خو خبره سرچپه شوه او دپاکستاني ځواکونو ترڅنګ ائتلافي ځواکونو هم قبايلي پښتانه په نښه کړل او وژنو ته يې نور زور هم ورکړ بل خواد جنوبي وزيرستان دانګورو اډې په سيمه کې ائتلافي ځواکونو دعملياتو په ترڅ کې ١٥ کسان شهيدان شوي دي . د جيو خبري رسنۍ د خبر يال مشتاق يوسف زي په خبره عمليات نن سهار درې بجې پيل شوي ، چې څلور چورلکې په جنوبي وزيرستان کې ښکته شوې او د سيمې د کورونو تالاشي يې واخسته . د سيمې يو قبايلي مشر تاج محمد د کورنۍ نهه کسان يې شهيدان کړل . له دې څخه وروسته يې دوه نور کورونه هم وپلټل ، چې په ترڅ کې يې د يو کور څلور او د دوه يم کور يو مشر يې شهيدان کړل . په شهيدانو کې پنځه ښځې او څلور ماشومان شامل دي . د يوسف زي په خبره په عملياتو کې لږ ترلږه ١٥ کسان شهيدان شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي ، له عملياتو وروسته سيمه ايزو مشرانو سخت غبرګون ښودلى او دامريکا خلاف يې شعارونه ورکول . دپاکستان دولتي چارواکيو تر دې دمه د پېښې په اړه څه نه دي ويلي . شرنه : ائتلافي ځواکونو د پکتيکا ولايت د ارگون ولسوالۍ په سرحدي سيمو د توپونو د ډزو له لامله نهه تنه عام وگړي مړه او ټپيان کړي دي . ائتلافي ځواکونو د پېښې مسئوليت په غاړه اخيستى دى او ويلي دي ، چې پېښه د توپونو د بې ځايه لگېدو له لامله رامنځ ته شوې ده . د ناټو پوځونو ويلي دي ،چې د توپونو ځينې مرمۍ پر کورونو لگېدلې دي ،چې له لامله يې څلور ماشومان شهيدان شوي او پنځه ټپيان شوي دي کابل : د بي بي سي د خبر له مخې دکابل د هودخيلو سيمې اوسيدونکي ادعا کوي چې د بهرنيو ځواکونو په يوه بريد کې يې ٤ تنه کليوال وژل شوي دي. په وژل شويو کې چې د يوې کورنۍ غړي دي يوه مېرمنه او دوه ماشومان شامل دي. بريد د دوشنبې په شپه د کابل په ختيځه څنډه د هودخيلو په سيمه کې د نور الله په نوم د يوه سيمه ىيز استوگن پر کور شوى دى. په پېښه کې نورالله، د هغه مېرمن او دوه ماشومان وژل شوي دي. ويل کېږي بريد په دې نامه شوى چې گنې په ياد شوي کور کې طالب وسله وال پټ و، خو ځايي خلکو نورالله يو عادي وگړى وباله او له طالبانو سره يې د هغه هر راز تړاو رد کړ. قهرېدلو کليوالو د يوه لاريون په ترڅ کې د کابل- جلال آباد لويه لاره هم د څه وخت لپاره بنده کړې وه. کليوالو ادعا کوله چې،بريد د ناسمو معلوماتو پر بنسټ د ايتلاف او افغان ځانگړو ځواکونو له لوري شوى دى. لاريو ن کوونکو له افغان حکومت نه غوښتنه وکړه چې د بريد عاملين ونيسې او د قانون منگولو ته ىې وسپاري. بريد کوونکو د زيانمنې شوې کورنۍ ٣ غړي له ځان سره بيولي ول، چې د ځاىي خلکو په وينا د دوشنبې په سهار بېرته خوشې شول. د دوشنبې په سهار د هودخېلو په حيات خېل کلي کې ډله ډله خلک د وژل شوىو دوو کسانو ليدو ته ور روان ول. دا داسې مهال و چې د بريد له امله د ټپي شوې مېرمنې د وژل کېدو خبر هم په کليوالو کې خپور شو. دا په داسې حال کې ده چې ددغو عملياتو مسئوليت تر دې مهاله د بهرنيو او کورنيو ځواکونو کومې سرچينې پر غاړه نه دى اخيستى. که څه هم هڅه وشوه په دې اړه د افغان کورنيو او ملي دفاع وزارتونو نظر مالوم کړو، خو له پرلپسې اړيکو سره سره بياهم د کوم ځواب په تر لاسه کولو ونه توانېدو. يوازې د پوليسو يوه چارواکي له رسنيو سره په خبرو کې پېښه تائيد کړې او پړه يې پر بهرنيو سرتېرو اچولې ده. د سوله ساتو ځواکونو يوه وياند که څه هم له بي بي سي سره په خبرو کې پېښه تائيد کړه، خو په کې يې د خپلو سرتېرو لاس لرل په کلکه رد کړل. دا په داسې حال کې ده چې ائتلافي پوځونه بيا د بريد پړه پر سوله ساتو ځواکونو اچوي. په کابل کې دغه ولسي وگړي پر داسې مهال وژل کيږي،چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې په هرات کې ايتلافي سرتيرو څه باندې ٩� عام وگړي د يوه بريد په ترڅ کې ووژل. افغان کابينې له دغې پښې وروسته له بهرنيو ځواکونو سره پر شوىو تړونو له سره د بيا کتنې غوښتنه وکړه او په وگړنيزه توگه يې هم غندنه وشوه. Swat Au Waziristan ki de 15 Talibano Pa Gadoon 63 Kasan Shahidan Shawi de- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته