(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اپرېدودخيبردرې دلارې دامنيت ذمه په غاړه واخيسته

[02.Sep.2008 - 21:36] 02.09.2008:داپرېدو قومي مشرانواوسپين ږيرو ژمنه وکړه چې دخيبردرې د لارې امنيت به ساتي . په افغانستان کې نړيوالوځواکونوته مواد اووسايل له دې لارې وړل کېږي . دخيبر درې لار په افغانستان کې دامريکايي ځواکونواو نورونړيوالوپوځونو دتدارکاتولپاره ډېره مهمه ده . وسله وال سخت دريځي په دې لار افغانستان ته دتېلو پرټانکرونواو دنوروموادو پرلاريو بريدونه کوي . دترانسپورتي کمپنيو په وينا دجون له مياشتې تراوسه پوري په دې دره کې پرڅه باندې شلو کانتينرو اولسګونو ټانکرونوحملې شوي اوځيني موټرچلوونکي چې تښتول شوي بيا وژل شوي دي . له لنډي کوتل څخه درويټرز خبري اژانس د راپورله مخې په خيبردره کې دپاکستان دحکومت يوۀ مقام تهاب خان نن ( سۍ شنبه) وويل قومي مشرانواوسپين ږيرو د دوشنبې په ورځ له چارواکوسره يوتړون لاسليک کړ چې پراساس به يې دوى نورڅوک نه پرېږدي چې په دې لارافغانستان ته پرتلونکو لاريواوکانتينروحمله وکړي . دتهاب خان په وينا قومي مشرانونه يوازې دلارې دامنيت مسووليت په غاړه اخيستى بلکې دا ذمه يې هم په غاړه اخيستې چې دسرغړوونکو پرضد به سخت اقدامات کوي . په قبايلي اوپښتني سيمو کې له پخوا زمانوقومي مشرانو اوسپين ږيروډېر نفوذ درلوداوچا يې خبره په مځکه نه غورځوله خوپه وروستيو کلونوکې سخت دريځود وسلو په زور دسپين ږيرو اغېزکم کړى اوحتى په سلګونوتنه مشران يې وژلي دي . د خيبر درې لارله پاکستان څخه افغانستان ته داکمالاتو يوه له دوو مځکنيولارو ځنې ده چې دکراچۍ له بندرڅخه مواداووسايل ورباندې افغانستان ته وړل کېږي ـ تاندـ . Aprido de Khyber dari de lari de amniat zema pa ghara wakhesta de pakhtunkhwa khabaryal - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته