(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دجنګي الوتکو په بمباری کې، نهه کسان مړه شوی دی

[02.Sep.2008 - 21:02] ډیوه:د پاکستان جنګي الوتکو په سوات کې په بمبارې کې نهه کسان وژلي دي. ځایي چارواکو او د طالب جنګیالو ویاند د سوات په ګټ پیوچاړسیمه کې د دغه بمبارې پخلې کړیدې او وویلي چی په بمبارې کې ګڼ شمېر خلک ژوبل شوی هم دی اود وژل شوو کسانو په اړه کوم معلومات نه دی ښودل شوي. پاکستان پوځ د بمباری پخلې کړیدی خو ځاني زیان په اړه یې کوم معلومات ورکړي نه دي. نن سحرپاکستاني طالب جنګیالو د جعمی په ورځ د هیواد په شمال غربی برخه کې د دوه چینیائی انجنیرانو تختولو ادعا کړیده. د تحریک طالبان پاکستان ویاند د نهې په ورځ وائس اف امریکا ته ویلي دغه تختول شوي انجنیران د سوات په سیمه کې د جنګیالو په ولقه کې دي. د طالب جنګیالو ویاند مسلم خان زیاته کړه انجنیران یې د حکومت لخوا په ښځو او ماشومانو باندی د بریدونو په بدل تختولي دي. د طالبانو ویاند زیاته کړه چې د چین حکومت تېرکال د چینیائی وګړو تختولو پرسر پاکستانی حکومت باندی زورنه ورکړی وه چې په اسلام اباد کې د سور جومات پرضد عملیات وکړي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي د پاکستان حکومت نه یې غوښتنه کړیده چینیائی انجنیران دی روغ رمټ خلاص کړي. پاکستاني چارواکې د چینیائی انجنیرانو د خوشي کولو لپاره هڅې کوي. د خالي په ورځ، د پاکستان حکومت اعلان کړی وو چې د روژې د میاشتې په احترام کې به قبایلي سیمو او سوات کې پوځي عملیات ځنډوي بلخوا د پاکستان د احتساب ادارې نیب ویلي د مسلم لیګ (ن) ګوند مشر او پخواني صدراعظم میا نواز شریف پرضد به د بډو رشوتونو قضیې یوځل بیا مخې ته راوړي. دنیب یو جګپوړي چارواکې ذوالفقار احمد بهټه ویلي دوي محکمې ته خواست کړی چې په ٢١تم اګست اخستل شوي خپلې هغې پریکړې ته چې ښاغلي شریف پرضد یې د بډو رشوتونو قضیې د نامعلومه وخت لپاره خنډولي وی یو ځل بیا کتنه وکړي. بلخوا دپاکستان پخواني صدراعظم اؤ دمسلم ليګ(ن) مشر ميا نواز شريف تور لګولى چې پيپلز ګوند دعدليې دويشلو هڅې کوي اؤ کۀ روان وضعيت اؤ تګلارې دوام ومومي نو حکومت بيا تر ډيره وخته نۀ شي پاتې کيدى. يوې خليجي ورځپاڼې سره په مرکه کې ښاغلي شريف ويلي دي هغه به ډير زر په ټولټاکنو کې دبرخې اخستو د لارې پارليمان ته ورسيږي. نوموړي وويل پيپلز ګوند سره دائتلاف په ماتيدو خوښ نۀ دى خوله بده مرغه دغه ګوند ملي ګټې وروسته غورځولي اؤ دعدليې دويشلو هڅې کوي. هغۀ وويل دپيپلز ګوند مشر اصف علي زرداري چې ورسره څومره ژمنې کړې وې هغه ټولې يې ماتې کړي دي، اؤ اوس بيا هغه دحکومت سره په ائتلاف کې نۀ شي ورګډيدلى. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته