(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پاړسي ژبې تلویزیون کې ګډون ستر خیانت دی

[01.Sep.2008 - 21:48]
د ایران او تاجکستان سره د پاړسي ژبې تلویزیون کې ګډون ستر خیانت دی
د نړیوالو خبري رسنیو څخه خبر شوم چې ښاغلي کرزي د ایران او تاجکستان سره د پاړسي ژبې تلویزیون جوړېدل منلي دي. څرنګه چې دا حقیقت ټولو ته پوره څرګند دی چې ایران تل د تاریخ په اوږدو کې هڅه کړې او کوي چې په افغان ولس باندې خپل کلتور او پاړسي ژبه وروتپي. ایران تل په افغانانو باندې د خپل مذهب، کلتور او ژبې د تپلو لپاره یو شمېر افغانان روزلي دي او د همدغو روزل شوو افغانانو په وسیله په افغانستان کې د خپل مذهب، کلتور او ژبې د خورولو لپاره پټ او څرګند فعالیت کړی او کوي. په تیرو وختونو کې ایرانیانو و کولای شول چې د افغانستان جوماتونو ته چې پخوا د افغانانو د زده کړې یوازیني مرکزونه وو، د پنج کتاب، ګلستان، بوستان او نورو پاړسي کتابونو په ننویستلوسره د افغانانو ددیني زده کړو او د افغان ولس د غوڅ ډیره کي ملي ژبې (پښتو) د لیک او لوست مخه ډب کړي. اوس چې په افغانستان باندې داسې کسان واکمن دي چې د افغانستان د ملي ګټو په ځای د خپلو بهرنیو بادارانو د ګټو د ساتلو لپاره هلې ځلې کوي. دغه پردي پالي تل هڅه کوي چې افغان ولس او افغانستان د ایراني کلتور، مذهب او ژبې تر بشپړ اغیز لاندې راولي، چې د ایران او تاجکستان سره د پاړسي ژبې تلویزیون کې د افغانستان برخه اخیستل یې غوره بېلګه ده. په داسې حال کې چې د ټولو تاجکو، هزارګانو او څو فیصده خرڅ شوو پښتنو شمیره د ۱۹ فیصده څخه زیات نه دی خو، بیا هم کرزی لالا چې تش په نامه پښتون دی د افغانستان د غوڅ اکثریت اوسېدونکو کلتور او ژبې ته پاملرنه نه کوي او ددې لپاره چې ایراني اخوندان او په افغانستان کې د ایران اجنټان خوشاله کړي په پاړسي ژبه د ګډ تلویزیون په جوړیدو موافقه کوي. زما په اند د ښاغلي کرزي دغه عمل یو خاینانه عمل دی اودافغان ولس او په ځانګړې توګه د پښتنو کلتور او ژبې ته سپکاوی دی. زه د کرزي کړنه په کلکه غندم اود افغان ولس څخه هیله کوم چې په ټوله ممکنه وسایلو سره د ایران او تاجکستان سره د پاړسي ژبي تلویزیون په جوړیدلو کې د افغانستان د ګډون مخه ونیسي او افغانستان د ایران د کلتوري ،ژبني او مذهبي یرغل څخه و ژغوري. الحاج محمد نادر سرشار de Iran Au Tajikistan sara de Parsi zabi Talvision gadoon star khyanat dai Haji Mohammad Nader Sarshar- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته