(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په کراچئ کی د اجمل خټک باباپه ویاړغونډه وشوه

[01.Sep.2008 - 20:34]

چې نشه د استبداد لري په سر کښې مــاته يو دى که مغل دى که افــــغان

کراچئ: د2008 ع کال د اګست د میاشتی په لسمه د پاكستان د ادبياتو اكاډمي د پښتو د ادب پلاراجمل خټك باباته دپښتوژبی او ادب ته دنه ستړیکیدونکو خدمتونو په وياړ ستره ادبي او کولتوری جايزه چې كمال فن ايوارډ« لايف اچيومنټ»ايوارډ نومېږي وركړیوه چی ښاغلي اجمل خټک ته ایوارډ د ورکولو په خوشالۍ کې په ديرشم اګست دوزره اتم کال دشپې په اتۀ بجې اباسين هال کراچۍ کې د پښتون تېنکرز فورم لخوا د يوې درنې غونډې تابيا شوې وه ـ د دې غونډې مشري ښاغلي مبارک احمد مبارک او د نظامت چارې يې رحمان بونيري ترسره کولې ـ دغونډې پرانيسته دپښتون تېنکر فورم د سرګرم غړي ښاغلي قادرخان ايډوکېټ وکړه ، هغه زياته کړه چې دا د خوښۍ خبره ده چې پښتون شاعر ته په لومړي ځل داسې لوي اعزاز ډالۍ کيږي ـ خو ددې نه لويه خبره داده چې کوم هيواد نوموړى دغدار په نامه يادولو نن مجبور دى چې هغه ،،غدار،، ته دهغۀ حق(ايوارډ) ورکړي ـ ښاغلي طاهراپريدي څوک چې د اجمل خټک بابا نزدې ملګرې پاتې شوى دى وويل چې زه اجمل خټک د هغه وخت نه پېژنم کله چې دهغه ږيره توره وه او زما په مخ بيخي ږيره نه وه ،نوموړي د ښاغلي اجمل خټک يو څو خاطرې واورولي او بيا يې وويل چې زه اجمل خټک ته مبارکي وايم او دهغه په دې ايوارډ دومره خوښ يم عن لکه دغه ايوارډ چې ماته راکړل شوې وي ـ دطاهر اپريدي د خبرو وروسته مشاعره وشوه ، دمشاعرې وروسته د موسيقۍ پروګرام کې د اجمل خټک بابا کلامونه زمزمه کړې شوـ ديادونۍ وړ ده چې دکراچۍ په للمه د پښتون تېنکرز فورم له خوا دا دويمه ادبي غونډه ترسره شوه، ددې نه مخکې ددې فورم له لوري د غني خان په ياد کې يو سيمنار هم په اردو ارټس کونسل کراچۍ کې جوړ شوې وو . . ظفرکريمي کراچۍ Pa Karachai ki de Ajmal Khatak Baba Pa wyar Ghonda Zafar Karimi , Karachi - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته