(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جرمني په افغانستان کې د ریل پټلۍ جوړوي

[31.Aug.2008 - 22:34] وی او ای:د جرمني شپیگل مجلې لیکلي چې د جرمني پوځ په افغانستان کې د اکمالاتو لپاره د ریل د پټلۍ په جوړولو غور کوي. د شپیگل مجلې ۳۱/۸/۲۰۰۸ لیکلي چې جرمني غواړي د مزار شریف او حیرتان تر منځ ٦٧ کیلومتره د ریل پټلۍ جوړه کړي. جرمني په مزار شریف کې او د ازبکستان د ترمز په ښار کې پوځي اډې لري. د ترمز او حیرتان تر منځ پټلۍ جوړه ده. شپیګل لیکلي چې ددغه نوي پټلۍ له جوړېدو سره به د جرمني ددغو دوو اډو تر منځ د اکمالاتو د ترانسپورت زمینه برابره شي. شپیګل ندي لیکلي چې ددغه ریل پټلۍ پر جوړولو څومره مصرف راځي، خو پوځ هیله ښودلې چې د جرمني د پرمختګ اداره او نورې مرستندویې موسسې به ددغه پروژې له بشپړیدو سره مالي مرسته وکړي. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته