(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خپلسري پوځي عمليات دې بند شي

[29.Aug.2008 - 21:26] 29.08-2009:دا غوښتنه په هغه ناسته کې وشوه چې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بمبارۍ کې وژل شوو ملکي وکړيو ته د دوعا لپاره را بلل شوې وه. دغونډې بلوونکودغه راز له ناټو ايتلافي ځواکونو وغوښتل چې دنړيوالو اصولو سره سم د قربانيانو کورنيو ته تاوان ورکړي . په کابل کى د ناټو په دې وروستيو بمباريو کې د ملکي وژل شوو کسانو د فاتحې بلونکو د جمعې ورځ په ټول افغانستان کې ملي وير اعلان کړى و. د فاتحې بلونکو له افغان حکومت نه په کلکه غوښتنه وکړه چې د ملکي خلکو ته د مرگ ژوبلې د مخنيوي په موخه دناټوځواکونو پوځي چاروته ځانگړ ى ميکانېزم جوړ کړي . دوى دغه راز له نړيوالو ځواکونو په کلکه غوښتنه وکړه چې د بښنې د غوښتنې سربېره، د وژل شويو کورنيو ته تاوان ورکړي . د فاتحې بلونکو وويل که افغان حکومت او ناټو د دوى غوښتنې ته ځواب ونه وايي د افغانستان په ډېر شمېر سيمو کې به اعتراضونه او لاريونونه وکړي . د ناټو په هوايي بمبارۍ کې د وژل شوو کسانو فاتحه د شاوخوا اووه مدني او ټولنيزو بنسټونو له لورې د کابل په عيدگاه جومات کې واخيستل شوه. په دې وروستيو کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بمباريو کې لسگونه خلک ووژل شول چې وروستۍ يې دهرات د شينډډ ولسوالۍ پېښه وه . د شينډډ په پېښه کې تر ٩� ډېر ولسي وگړي ووژل شول . له دې پېښې څو ورځې وروسته د افغانستان د وزيرانو شورا د نړيوالو ځواکونو د شتوالي په اړه پر شوو تړونونو د بيا کتنې غوښتنه وکړه . د کابينې په پرېکړه کې د نړيوالو ځواکونو د خپل سرپلټنو او ملکي وگړو د ناقانونه نيونو د بندېدو غږ هم شوى دى . Khpalsary Pauzi Amaliat de Khatam shi De Madani Tolano Ghokhtana بی بی سی - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته