(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

که تخار ته راستانه شوي پښتانه کډول بيرته ونه وځي وبه يې وژنو

[28.Aug.2008 - 22:56] 29.08.2008:ټول افغان:د تخار ولايت په خواجه بهاوالديڼ ولسوالۍ کې د ازبکو يوې غونډې هلته د بلوچستان له ژوب ښار څخه بېرته راستنو شويو ٨۳ پښتنو كورنيو ته چې له تېرو اوو ورځو راهيسې د سيمه ييزو ازبکانو لخوا په يوې کلا کې محاصره دي نن د جمعې د ورځې تر اتو بجو ضرب الاجل وركړى چې سيمه پرېږدي كه نه په ضد به يې وسله وال ګام واخلي. دغه جرګه د يو سيمه ييز جنګ سالار لخوا چې قاضي كبير نومېږې او د دوستم لخوا هڅول كېږي، راغوښتل شوې ده. دغه پرېكړه نن سهار شوې او له هغې وروسته ټوله ورځ د ولسوالۍ د ښار دوكاندارانو پر دغو پښتنو غذايي توكي بند كړي دي. دغه ٨۳ كورنۍ ٧٥� كسان دي چې د اوبو د څښاك لپاره له يوې څا څخه كار اخلي او ډېرى ښځې او ماشومان يې په نس ناستي اخته شوي دي. د جرګې په پرېكړه كې راغلي چې د كوکچې له سيمې اخوا په نهو ولسواليو كې پښتانه نشي اوسېدلاى او دا د ازبكانو سيمه ده. سيمه ييز پښتانه وايي چې سيمه يیز جنګسالار قاضي کبير او د تخار والي لطيف ابراهيمي چې خپله هم ازبك دى د دغو پښتون ضد بلواو تر شا دي. سيمه ييزو پښتنو غوښتل چې د ستونزې د حل لپاره يوه جرگه جوړه كړي خو ازبكانو د لاريونونو په ترڅ كې د مرگ پر پښتنو شعارونو وركولو ددغې هڅې مخنيوى وكړ. د اړيكو شمېرې: قاضي كبير : � ٧٩٩٤١٩٣٣١ د خواجه بهاوالدين ولسوال اكرم : � ٧٩٩١٧٦٩٩٩ سيمه ييز پښتون مشر امين الله : � ٧� � ٧� � ٣٤٣ غوث الدین فروتن- دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته