(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په جرمني کې رغېدلي ماشومان کابل ته ورسېدل

[27.Aug.2008 - 20:16] ٨٢تنه ناروغ افغان ماشومان په جرمني کې تر بشپړې درملنې وروسته تېره ورځ کابل ته ستانه شول . دغه ماشومان د افغاني سرې مياشتې، د جرمني د خلکو او په هغه هېواد کې د سولې د کلي په نامۀ د يوې ټولنې په مرسته لېږدول شوي وو. دغه ماشومان چې د افغاني سرې مياشتې د چارواکو په وينا د افغانستان له ٣٤ ولايتونو څخه غوره شوي وو يايې هډوکي مات شوي وو يا هم په سخته توگه سوځېدلي وو. چارواکي وايي چې دا لړۍ به د بيا لپاره هم روانه وي . د افغاني سرې مياشتې چارواکي وايي چې دغه ٨٢ ماشومان په داسې حال کې جرمني ته ليږل شوي وو چې د افغانستان په روغتونونو کې يې درملنه ناشونې برېښېده، خو اوس خوښ او خندان له بشپړې روغتيا سره يو ځاى افغانستان ته راستانه شوي دي . دغه ماشومان چې عمرونه يې تر ١١ کلونو ښکته وو، تر رارسېدو وروسته د ډاکټرانو يوې ډلې وکتل او تر ډاډگيرنې وروسته يې خپلو کورنيو ته وسپارل، راستانه شوي ماشومان ډېر خوښ برېښېدل او د جرمني د روغتيا پالنې له فضا نه يې ښې خاطرې لرلې، او ويل يې دا ورته د بې توله خوښۍ ځاى دى چې روغ رمټ خپلو کورنيو ته راستانه شول . د افغاني سرې مياشتې چارواکي وايي چې تر تللو مخکې ددغو ماشومانو هډوکي مات وو او يا هم په سخته توگه سوځېدلي وو چې دلته يې درملنه ناشونې وه . د سرې مياشتې د تشريفاتو د برخې مشر عنايت الله صديقي وايي چې دوى به په راتلونکي وخت کې هم دغه راز ناروغ ماشومان جرمني ته واستوي . د سرې مياشتې د چارواکو په وينا ددغو ماشومانو درملنه د افغانستان د سرې مياشتې،د جرمني د خلکو او د هغه هېواد د سولې د کلي په نامه ټولنې په مالي لگښت شوې ده . جرمني ته د درملنې په موخه د ناروغو افغان ماشومانو د لېږلو لړۍ له نن څخه ٢٥ کاله مخکې پيل شوې وه، چې تر دې مهاله په دې ترڅ کې د لسو زرو افغان ماشومانو درملنه شوې ده، د رغېدلو ماشومانو دغه ٨٢ کسيزه ډله چې نجونې او هلکان په کې وو داسې مهال کابل ته راورسېده. چې د ناروغو ماشومانو يوه بله ٨٩ کسيزه ډله درې ورځې وړاندې جرمني ته ولېږدېده، دغه ماشومان به د شپږو مياشتو لپاره تر درملنې لاندې وي . له ناروغيو رغېدلي ماشومان داسې مهال روغ رمټ راستانه شول چې لا هم د افغانستان په روغتونونو کې د ډېرو پرمختللو ناروغيو درملنه ستونزمنه بلکې ناشونې برېښي، بله خوا د ماشومانو د مړينې کچه هم په افغانستان کې د نړۍ د ډېرو هېوادونو په پرتله لوړه ده . BBC Mustafa Salik - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته