(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سوات، باجوړ او وزيرستان کی وسله وال بریدونه

[27.Aug.2008 - 17:21] سوات: دسوات ضلعې په مټه تحصيل کې نامعلومو تندلارو د پښتون سياستوال او دعوامي نيشنل ګوندAwami National Party- ANP دمهم مشر محمدافضل خان لالا يو مارکيټ په چاؤديدونکيو موادو سره الوځولى دى،دچاؤدنې له امله دمټې په بازار کې ګڼ دوکانونه زيانمن شويدي خو ولې کومه مرګ ژوبله نۀ ده رامينځته شوې. سرچينې وايي طالبانو څو ورځې مخکې ددغه مارکيټ دخالي کولو ګواښ کړى ؤ چې له هغې وروسته زياتره دوکانونه خالي کړل شوي وؤ ، ځکه نو په پيښه کې ځاني زيان نۀ دى رسيدلى. ددې پيښې څخه دوه ورځې وړاندې دسوات سيمې د کبل تحصيل په شاه ډهيرۍ سيمه کې دعوامي نيشنل ګوندAwami National Party دپښتونخوا اسمبلۍ دغړي ښاغلی وقار احمد دورور پر کور دراکټو بريد شوى ؤ چې له امله يې دهغۀ وروراقبال احمد، دوه وريرونه او ٧ ساتونکي وژل شوي وؤ،پدی هکله دعوامي نيشنل ګوند ANPمشر اسفنديارولي خان سوات کې دطالبانو لخوا پۀ شوي راکټي بريد کې په رامينځته شوې مرګ ژوبله خفګان ښودلى دى ،اسفنديارولي خان وويیل چي تش په نوم داسلام منونکي دبې ګناه خلکو په وژلو سره دکوم اسلام خدمت کول غواړي؟ حکومت صوبه کې دامنيت ټينګښت غواړي خو تندرويان دامن دتامين په لاره کې خنډان راولاړوي چې اجازه يې نۀ شي ورکول کيدى، صوبه کې به دامن خرابولو دسيسه يو صورت کې هم کاميابيدو ته پرې نۀ ښودل شي. باجوړ: په باجوړ ایجنسۍ کې پاکستانی چارواکو د ٣� ؤ جنګیالو د وژلو ادعا کړې ده. چارواکو ویلي په وژل شوو جنګیالو کې بهرني جنګیالي هم شامل دي. پاکستاني ځواکونو په باجوړ کې دتيرې درې اونیو نه جنګیالو پرضد عملیات کوي چې له امله یې په زرګونو کورنيو دباجوړ څخه خوندي سيمو ته سرپناه وړې ده اؤ اوس هم د سيمې څخه نور خلک خوندي سيمو ته دتګ په هڅه کې دي. وزيرستان :وسله والو کسانو تیره شپه د جنوبي وزيرستان مرکز د واڼې ښار ته نږدې پر يوې نظامي هډې باندي يرغل وروړی . د رسېدلو زيانونو څخه کوم رپوټ نه دئ ورکړل شوی، خو سيمه ايز واکمن شهاب علي شاه په سيمه کي بيړنی حالت اعلان کړی، او ويلي يې دي، چې دا حالت به تر ناڅرګند وخته پوري دوام ولري . اسلام اباد :د پاکستان پلازمېني اسلام اباد ته نږدې پر يوه هوټل باندي يوه بميز ګذار لږترلږه ٧ تنه له منځه وړي، او ٢� نور يې ټپيان کړيدي . د وروسته راغلو رپوټونو له قوله، چاودېدونکي توکي د هوټل په رستورانت کې اېښول شوي وه. تېره اونۍ دوو ځان وژونکو خپل ځانونو د وسلو جوړولود يوې نظامي فابريکې په وړاندي هوا ته والوزول. پاکستاني پولیس وایی چی دوی هغه مشکوک تروریست نیولی دی چی فکر کیږی دتیری پنجشنبې د ورځي د بمونو په چاودنو کی چی ٦۴ تنه یې ووژل دریم ځان مرګه بم چونکی و. پولیسو وویل چی دوی په هغه مسجد کی چی د وسلو جوړولو فابریکې ته چی دا حمله په کی وشوه نژدې واقع دی ، د ځان مرګه په بمونو ډک کمربند هم پیدا کړی دی. پاکستانی طالبانو ویلي دي چی دا حمله دوي کړې ده . او د هغوي یوه نطاق مولوي عمر وویل چی دا حمله په باجوړ کی د حکومتي قواو د هوایي حملو انتقام اخیستل و. هغه وویل چی که حکومت خپل دا تعرضي عملیات بند نه کړی نو نوري حملې به هم وشي. په دې جګړو کې نږدې ٥� � افراطیان او ٢٢ حکومتي عسکر وژل شوي او په زرهاو خلک بې کوره شوي دي. ډیوه Swat, Bajawar and Waziristan- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته